9 مرغومی 1399
د چارو ادارې لوی رئیس په کابل کې د اروپایي ټولنې له سرپرست سفیر سره وکتل
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په کابل کې د اروپایي ټولنې له سرپرست سفیر آرنیت پالس سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې بهیر په ګډون د هېواد پر روان وضعیت بحث او خپل نظرونه شریک کړل.
د اروپایي ټولنې سفیر د تاوتریخوالي او هدفي وژنو د زیاتوالي په اړه خپله اندیښنه څرکنده او دغه عملونه وغندل.
د چارو ادارې لوی رئیس له افغان دولت او ملت سره د اروپايي ټولنې د مرستو له کبله مننه هم وکړه.