امین نور تولیدي شرکت ته د برقي موټرو د پلیټ او جواز سیر د ورکولو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

 

امین نور تولیدي شرکت ته د برقي موټرو د پلیټ او جواز سیر صادرولو په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایت د عملي کیدو په موخه، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد د پانګونې د ملاتړ ریاست له لوري د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د مالیې، عدلیې، سوداګرۍ او صنعت وزارتونو، کابل ترافیکو ریاست او نورم او سټنډرډ ملي ادارې استازو د امین نور تولیدي شرکت د برقي موټرو د تولید د څرنګوالي په اړه خپل نظریات وړاندې او وویل، چې له تخنیکي ارزونو او طی مراحلو وروسته، دغه ادارې چمتو دي څو دغه شرکت سره د موټرو د پلیټونو او جواز سیرونو په صادریدو کې همکاري وکړي.
په غونډه کې پریکړه وشوه، چې دغه ادارې دې د خپلو تخنیکي نظریاتو لپاره د امین نور د برقي موټرو د تولیدي شرکت فعالیتونه وارزوي، څو ورسره دغو موټرو ته د پلیټونو او جواز سیرو د صادریدو زمینه مساعده شي.