د کابل – جلال اباد د دویم لاین سړک د اړوندو ځمکو د استملاک په اړه د همغږۍ غونډه وشوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا واحد اړوند د اقتصادي زونونو د انسجام د چارو ریاست، د کابل – جلال اباد د دویم سړک په مسیر کې د اړتیا وړ ځمکو د استملاک د ګړندیتوب په اړه د ټولګټو، ښارجوړونې او ځمکو وزارتونو، اسیا پراختیایي بانک، ننګرهار ولایتي ادارې او د خوږیاڼو د سراسري شورا د استازو په ګډون د همغږۍ غونډه وکړه.
په پيل کې د اقتصادي زونونو د انسجام د چارو رئیسې فروزان فقیري د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د دغه سړک د ترسره شویو چارو، ستونزو او حل لارو په اړه خپل معلومات او نظریات شریک کړي.
د اړوندو ادارو استازو وویل، چې د کابل – جلال اباد دویم سړک د جلال اباد له لوري ۳۳ او د کابل له لوري ۳۲ کیلومتره جوړ شوی، خو د ۸۵ کیلومتره نورې برخې کار د سړک پر مسیر د ځمکو د استملاک او نورو ستونزو له کبله نیمګړي پاتې دي.
دوی ژمنه وکړه، چې زر به د یادو ځمکو د استملاک تخنیکي کمېټه چمتو او د کار د پيل لپاره سیمې ته واستوي.
د ننګرهار د والي اداري او مالي مرستیال پوهنوال ببرک میاخېل د ویډیو کنفرانس له لارې ډاډ ورکړ، چې ولایتي اداره به د ځمکو د استملاک لړۍ له ګړندیتوب سره د ولسي همکارۍ په جلب او اسانتیا برابرولو کې هر اړخیزه مرسته وکړي.
د خوږیاڼو د سراسري شورا استازو هم په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د سړک په مسیر کې د مېشتو خلکو غوښتنې یې شریکې کړې.
په پای کې پریکړه وشوه، چې د کابل – جلال اباد دویم سړک د اړوندو ځمکو د استملاک د چټکتیا لپاره به اړوندې ادارې یو عملیاتي پلان جوړ او د اسیا له پراختیایي بانک سره د تخنیکي بحثونو لپاره بله ځانګړې غونډه وکړي.