8 مرغومی 1399
د چارو ادارې لوی رئیس د ولسي جرګې له لومړي نايب سره وليدل
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د ولسي جرګې له لومړي نايب محمد میرزا کټوازي سره وليدل.
په دې ليدنه کې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې، د سولې په ګډون د ملي بهیرونو او د پارلمان او چارو ادارې د اړیکو د پراختیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي له ملي بهيرونو څخه د ولسي جرګې د ملاتړ له کبله د مننې ترڅنګ د چارو ادارې او ولسي جرګې د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.