د چارو ادارې لوی رئیس پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر سره ولیدل


د جمهوري ریاست د چاروړ ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني سره ولیدل.
په دې لیدنه کې ښاغلي جیلاني د ژمي موسم د طبیعي احتمالي پېښو په اړه د دغه وزارت د چمتووالي معلومات وړاندې او وویل، چې زیانمنو هېوادوالو ته د لاسنیوي په موخه یې په ټول هېواد کې لازم خدمتونه کړي.
د چارو ادارې لوی رئیس د یاد شوي وزارت د چارو په هرکلي سره وویل، چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست به هېوادوالو ته د بېړنیو خدمتونو د چټکتیا په موخه پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت سره جدي همکاري وکړي.