د هېواد د لويو ښارونو د اوږدمهاله پراختيايي پلانونو د تطبیق کمېټه جوړه شوه


په همدې موخه د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام رئيس شاپور ژمن په مشرۍ د کمېټې د اړوندو وزارتونو او ادارو د استازو په ګډون غونډه وشوه.
ذکر شوې کمېټه د جلالتمآب جمهور رئیس د (۱۴۲۲) شمېرې حکم په اساس د جلالتمآب جمهوررئيس تر رهبرۍ لاندې جوړه شوې ده.
غونډه کې د رهبرۍ کمېټې د شاملو وزارتونو او ادارو استازو د کمېټې کړنلارې په تړاو نظرونه او بحثونه شریک کړل. دغه راز وړاندیزو وشو، چې د پلازمېنې کابل او پنځه لویو ښارونو (هرات، جلال اباد،کندهار، خوست او مزارشریف) د ښاري پراختیا د چوکاټ سټراتيژۍ د تطبیق د رهبرۍ کمېټې ترڅنګ تخنیکي کمېټه هم ایجاد شي.
د یادو ښارونو د پراختیایي چارچوب پلانونه د (KUDF) او (SDF) کمېټې له لورې ترتیب او تصویب شوي او دغه کمېټه مسوولیت لري چې ترتیب شوو پلانونو تطبیق زمینه مساعد او د هېواد نورو ښارونو لپاره ورته پلانونه ترتیب کړي.
د غونډې پای کې له ګډونوالو وغوښتل شول چې د کمېټې د طرزالعمل د شته موادوغني کولو په موخه په درېو کاري ورځو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه د ایمیل له طریق شریک کړي.