جلالتمآب جمهوررئیس د یو فرمان په ترڅ کې، د بشر حقونو د مدافعینو د ساتنې په موخه ګډ کمېسیون توظیف کړ


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهوررئیس د پنځه ماده ییز فرمان په ترڅ کې د بشر حقونو د مدافعینو د ساتنې په موخه ګډ کمېسیون ګمارلی دی.
د دغه کمېسیون غړو کې لوی څارنوال، د عدلیې وزیر، د کورنیو چارو وزیر، د ښځو چارو وزیره، د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون رئیس، د ملي امنیت عمومي رئيس، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې رئيس، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د سترې محکمې استازی، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د حقوقي، تقنیني او قضایي چارو ریاست استازی او د بشرحقونو برخه کې د مدني بنسټونو استازي شامل دي.
د ذکر شوي فرمان په اساس، د دغه کمېسیون مهمې دندې د کمېسیون د اجرااتو د کړنلارې ترتیب او تایید، د افغانستان د بشر حقونو د ساتنې د سټراټيژۍ د مواردو په نظر کې نېولو سره د کمېسیون د کاري لومړیتوبونو تعیین، د بشر حقونو د برخې له غیرې دولتي بنسټونو سره په افغانستان کې د بشر حقونو د مدافعینو د حفاظت میکانیزم د ترسیم په موخه د منسجمې، هر اړخیزې او ګډې طرحې تسوید، افغانستان کې د بشر حقونو مسایلو اړوند داخلي او بهرنیو ملاتړ کوونکو او تمویل کوونکو د نظریاتو اخیستل، د دولتي او غیرې دولتي بنسټونو ترمنځ همغږي، د افغانستان د بشر حقونو مدافعینو طرحو، وړاندیزونو او شکایتونو ته رسیدل او د قانون حاکمیت او حکومتوالۍ عالي شورا ته د فعالیتونو د راپور وړاندې کول دي.
دغه راز په فرمان کې راغلي، چې د بشر حقونو د مدافعینو د ساتنې ګډ کمېسیون دارالانشاء د بشر حقونو خپلواک کمېسیون سره ده.