د چارو ادارې لوی رئیس د اروپایي ټولنې له سفیر سره ولیدل


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په افغانستان کې د اروپایي ټولنې له سفیر اندرس وان برندت سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، ډاکټر فضلي له افغانستان څخه د اروپایي ټولنې د ملاتړ؛ په ځانګړي ډول په جینیوا کنفرانس کې د مرستو له کبله مننه وکړه او ویې ویل، چې د دغې ټولنې مرستې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات لپاره حتمي او ضروري دي.
ښاغلي برندت د فساد پر وړاندې مبارزه او د دوحې مذاکراتو په پرمختګ کې د افغانستان د حکومت د ګامونو په قدردانۍ سره وویل، چې اروپايي ټولنه د افغانستان د حکومت د سولې د پروګرامونو ملاتړ کوي.