30 وری 1399
افغانستان کې د کرونا ویروس د ټسټونو زیاتول

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز او د یاد وزارت یو شمیر کارپوهانو سره، د هیواد په کچه د کرونا ویروس د ټسټونو د زیاتولو په اړه بحث او تخنیکي ناسته وکړه.
په دې ناسته کې چې د کرونا ویروس پر ګواښونو او پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د حکومت پر چمتوالي خبرې اترې وشوې، تصمیم ونیول شو چې په راتلونکو څو ورځو کې به هېواد کې د کرونا ویروس ټسټونه زیات شي.