د موبایل له لاري د معاشونو د ورکړې د پروژې (MSP) د ستونزو د حل په اړه د همغږۍ غونډه وشوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام د مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د د موبایل له لاري د معاشونو د ورکړې د پروژې (MSP) د ستونزو د حل په اړه د کار او ټولنیزو چارو، مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ، مالیې وزارتونو او احصایې او معلوماتو ملي ادارې استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
یاده پروژه د کار او ټولنیزو چارو او پوهنې وزارتونو شاوخوا ۴۰ زرو کارکوونکو ته د موبایل په وسیله معاشونه ورکوي، خو اوس ځینې مخابراتي شبکې چې د معاشونو تړون ورسره شوی، بودیجوي اندیښنې لري.
دا پروژه مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ د اسان خدمت ادارې اړوند وه، خو اوس اسان خدمت د احصایې ملي ادارې اړوند شوې او له کبله یې د پروژې چارې ټکنۍ دي.
په غونډه کې ټینګار وشو، چې د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي اداره دې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ځنډ د مخنیوي لپاره عاجله همغږي وکړي، خو یوې ادارې ته د دغو معاشونو د مسولیت سپارل کیدو لپاره به د چارو ادارې د حقوقي، تقنیني او قضایي چارو ریاست خپله حقوقي ارزونه چمتو او د جمهوري ریاست عالي مقام ته واستوي.