د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په فرمان، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون جوړیدل او پينځه تنه د دغه کمیسیون د غړو په توګه منظور شول


د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني په فرمان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون جوړیدل او پينځه تنه د دغه کمیسیون د غړو په توګه منظور شول.

د دغه فرمان پربنسټ، ښاغلي او آغلي: همایون حامد، مریم زرمتۍ، عبدالقیوم نظامي، سید محمد هاشمي او فرخ لقا د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون غړي ټاکل شوي.
په فرمان کې راغلي، چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون غړي مکلف دي څو د رسمي موقف له پيل وروسته، د هېواد د نافذو تقنیني اسنادو له مخې خپلې دندې، صلاحیتونه او مشخص کاري پروګرام له ټاکلي وخت سره تنظیم او اعمال کړي.