د چارو ادارې لوی رئیس د هېواد د ولایتونو له ویاندویانو سره ولیدل


د هېواد د ولایتونو ویاندویانو د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي سره لیدنه کې له مرکزي ادارو سره د همکاریو پياوړتیا، د حقوقو او امتیازونو زیاتولو او د ویاندویانو د بست د ارتقا په تړاو خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.
د ولایتونو ویاندویان چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې په نوښت کابل ته راغلي، د چارو ادارې له لوی رئيس وغوښتل، چې د ویاندویانو د کار د حجم او له رسنیو او خلکو سره د دایمي اړیکو په نظر کې نېولو سره د هغوی له وړاندیزونو ملاتړ وکړي.
د چارو ادارې لوی رئیس د هېواد د ولایتونو د ویاندویانو د فعالیتونو ستایلو ترڅنګ، د اطلاع رسولو او سیمه ییزو ادارو سره د خلکو د اړیکو ټینګښت کې د هغوی هڅې مهمې وبللې او او ټینګار یې وکړ ، چې خپلې دندې د دولت د لویو سیاستونو او پاليسیو مطابق پیاوړې کړي او پر مخ ولاړ شي.
ډاکتر فضلي د ولایتونو د ویاندویانو وړاندیزونه منطقي وګڼل وې ويل، هڅه کوي چې د وړاندیزونو یوه برخه یې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې سره په همغږۍ حل کړي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئيس د ولایتونو له ویاندویانو غوښتنه وکړه، چې په ولایتونو کې د وزارتونو د دوېمي واحدونو او ملکي ادارو د اطلاع رسولو دنده هغوی ته وسپاري ترڅو، په ولایتونو کې خلکو او رسنیو سره د سکتوري ریاستونو او قوماندانیو له لورې لازم اطلاعات شریک شي.