د کډوالو، په کور دننه بېځایه شوو او د ملي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د ځمکو د وېش فرمان کې تعدیلات وروستي شول
د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام ریاست په مشرۍ د بیرته راستنیدونکو، په کور دننه بې ځایه شویو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو کورنیو ته د استوګنځایونو او ځمکې وېش په اړه د جلالتماب جمهور رئیس د ۳۰۵ ګڼې فرمان د عملي کیدو په اړه د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو، ښارجوړونې او اراضۍ، کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ ، شهیدانو،معلولینو احصایې او معلوماتو ادارې او کابل ښاروالۍ د استازو په ګډون د همغږۍ غونډه وشوه.
په غونډه کې د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام رئیس شاه پور ژمن وویل، په یاد شوي فرمان کې تعدیلات د اړوندو ادارو سره په همغږۍ وروستي شوي چې دغه فرمان به د جلالتمآب جمهوررئيس د لاسلیک لپاره واستول شي.
دغه فرمان کې نهه سندونه او ۱۱ موارد ځای شوي چې له ډلې یې ۸ موارد بشپړ شوي دي، چې د تصویب لپاره به د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېريال ساتنې عالي شورا ځانګړې ناستې ته وړاندې شي.
په غونډه کې د یاد شوي فرمان د عملي کیدو په اړه له هر اړخیزو بحثونو وروسته پریکړه وشوه، چې دغه فرمان اړوند طرزالعملونو او لایحو کې لازم بدلونونه او د اړوند وزارتونو وړاندیزونه ترتیب او تر یوې اونۍ له چارو ادارې سره شریک کړي.