د چارو ادارې لوی رئیس د هرات له یو شمېر ځوانانو سره وکتل
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د هرات ولایت له یو شمېر ځوانانو سره په حضوري ډول او د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې خبرو کې د هرات ځوانانو له نظام او سولې بهیر څخه د ملاتړ ترڅنګ، د پوهنې، روغتیا، د پراختیایي پروژو د نه تطبیق، د نا متوازنې پراختیا، په شینډنډ کې د سولري بریښنا پروژې د نه عملي کیدو، په هرات ښاروالۍ او ګمرک کې د پراخ فساد د موجودیت او په دولتي ادارو کې د ځواکمنو ښځو د نه ګومارنې په اړه خپلې ستونزې بحث کړې.
دغو ځوانانو په سیاسي مشارکت کې د ګډون، د اداري اصلاحاتو کمیسیون د ازادې سیالۍ له لارې د دې ولایت د بستونو د اعلان، د شینډنډ هوایي ډګر د بیا فعالیدو، د سل بستریز روغتون د جوړیدو او د شینډنډ په ښوونځیو کې په مورنۍ ژبه خلکو ته د زده کړو د زمینې برابریدو غوښتنه وکړه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د هرات ولایت له ځوانانو د ستونزو او وړاندیزونو د شریکولو له کبله یې مننه وکړه او ویې ویل، چې د پوهنې او په مورنۍ ژبه د زده کړې زمینې د نشتوالي ستونزې به له پوهنې وزارت سره شریک کړي. دغه راز به د اداري اصلاحاتو کمیسیون له لوري د دغه ولایت د کادرونو د ګومارنې موضوع هم تعقیب شي.
ډاکټر فضلي دا هم وویل، چې د سل بستریز روغتون د جوړیدو موضوع له جلالتماب جمهور رئیس او عامې روغتیا وزارت سره شریکه شوې، څو د سل بستریز روغتون د جوړیدو په اړه پریکړه وشي.
هغه ډاډ ورکړ، چې د سولري بریښنا پروژې نه عملي کیدل به له بریښنا شرکت سره تعقیب کړي.