د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا د اسنادو د ارزونې او تعقیب کمېټې غونډه وشوه

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست اړوند، د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام ریاست په کوربه توب، د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا د اسنادو او ارزونې د تعقیب کمېټې د اړوندو ادارو د استازو په ګډون او په حقوقي چارو کې د جمهور رئیس د ستر سلاکار کبیر خان عیسی خېل په مشرۍ غونډه وکړه. په دې غونډه کې د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام رئیس شاه پور ژمن د اسنادو د ارزونې او تعقیب کمېټې طرزالعمل او په حقوقي چارو کې د جمهور رئیس د مشاوریت استازې له هېواده بهر د دولت حقوقي خدمتونو ته د دارالوکالو د ګومارنې د پالېسۍ طرحه بحث ته وړاندې کړه.

دغه راز، د چارو ادارې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ځانګړي سکرتریت رئیسې حسینه رحمان سیګارته د جمهوري ریاست د عالي مقام د لیک او د اداري فساد پر وړاندې د ترسره شویو اجرأتو راپور واوروه. نوموړې وویل، چې د افغانستان دولت د اداري فساد پر وړاندې د ۲۶ ژمنو له ډلې ۱۸ عملي کړي او د ۸ نورو ژمنو پر عملي کیدو کار روان دی.

په غونډه کې له بحثونو او د نظریاتو له تبادلې وروسته پریکړه وشوه، چې د اسنادو د ارزونې او تعقیب کمېټې طرزالعمل او له هېواده بهر د دولت حقوقي خدمتونو ته د دارالوکالو د ګومارنې د پالېسۍ په اړه کمېټې غړي وزارتونه او ادارې خپل نظرونه په لیکلي ډول د جمهوري ریاست حقوقي مشاوریت ته واستوي او دا کمېټه به په هرو دوه اونیو کې غونډه وکړي.