د کورنیو چارو وزارت د پوځي وسایطو د ترمیم بهیر د چټکتیا په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

د کورنیو چارو وزارت د پوځي وسایطو د ترمیم بهیر د چټکتیا په موخه د همغږۍ ناسته د جمهوري ریاست د چارو ادارې د قانون د څارنې او ساتنې مرستیال ډاکټر محمد رفیع پوپل په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت او ملي تدارکاتو ادارې استازو په ګډون ترسره شوه. په دغه غونډه کې، له NMS کمپنۍ څخه کورنیو چارو وزارت ته د پوځي موټرو د ترمیم بشپړ مسوولیت لېږد په څرنګوالي، د ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د وسایطو د اړتیا وړ پرزو د برابرولو او دغه راز د دې بهیر د چټکتیا په تړاو بحث او تبادل نظر وشو. د چارو ادارې لوی ریاست د قانون د څارنې او ساتنې مرستیال، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د څارنې او ارزونې ریاست د موندونو مطابق د کورنیو چارو وزارت له مسوولینو وغوښتل، چې د پوځي وسایطو د ترمیم بشپړ مسوولیت اخیستلو، د ورکشاپونو او بشري سرچینو د ظرفیت لوړولو څرنګوالي پلان یې شریک کړي او دغه راز په دې برخه کې همغږي پیاوړې کړي. غونډه کې د ملي تدارکاتو او کورنیو چارو وزارت استازو په یادو شوو برخو کې د ترسره کړو کارونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د خپلو ادارو له لوري یې د وسایطو د ترمیم بهیر چټکتیا، د اړتیا وړ پرزو برابرولو او ورکشاپ ظرفیت لوړولو برخو کې ژمنې وکړې. دغه غونډه کې پریکړه وشوه، چې د کورنیو چارو وزارت خپل ترتیب کړي پلانونه او سټراټیژي شریک کړي، له NMS کمپنۍ څخه کورنیو چارو وزارت ته د دغې پروسې د انتقال د کار پرمختګ څرنګوالي او همغږۍ پیاوړتیا برخو کې خپل وړاندیزونه او د کړنو راپورونه د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست سره شریک کړي.