د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې د جدیت او همغږۍ په اړه غونډه وشوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د قانون د څارنې او ساتنې د مرستیال ډاکټر محمد رفیع پوپل په مشرۍ د عدلیې، کورنیو او بهرنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او بشري حقونو خپلواک کمیسیون د استازو په ګډون د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې د جدیت په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.
په غونډه کې د اړوندو وزارتونو او ادارو استازو په دې تړاو د خپلو اجرأتو معلومات وړاندې او د ګړندیتوب او ښه والي لپاره یې خپل نظرونه تبادله کړل.
د چارو ادارې د قانون د څارنې او ساتنې مرستیال وویل: جلالتماب جمهور رئیس د انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه کې د پر وخت او عاجلو اقداماتو هدایت کړی او ټول اړوند وزارتونه او ادارې باید په دې اړه خپل فعالیتونه چټک او همغږي کړي.
په پای کې پریکړه وشوه، چې د عدلیې وزارت په مشرۍ د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې کمیسیون به د خپلو فعالیتونو کلنی راپور او د نورو عاجلو او اوږد مهالو اجرأتو عملیاتي پلان زر چمتو او د لا همغږۍ په موخه له چارو ادارې سره شریک کړي.