له داخلي هوايي شرکتونو څخه د دولت د پورونو حصولولو په اړه غونډه وشوه
د جمهوري رياست د چاور ادارې لوی رياست د دولت د چارو انسجام مرستيال ډاکتر عبدالکريم توتاخېل په مشرۍ له کورنيو هوايي شرکتونو څخه د دولت د پورونو ترلاسه کولو غونډه وشوه.
دغه غونډه د ملکي هوايي چلند ادارې ، اريانا افغان هوايي شرکت، کام آير هوايي شرکت، داوي ګروپ او يو شمير داخلي کارګو شرکتونو د استازو په ګډون جوړه شوه.
په پېل کې د ملکي هوايي چلند ادارې نماينده وویل؛ د اريانا افغان، کام آير، پامير، صافي ،آفق شرق، افغان جيټ هوايي شرکتونه ، داوي ګروپ او د خراسان هوايي کارګو په ټوليز ډول له دولت څخه (۳۳.۹) درې ديرش اعشاريه نهه ميليونه ډالر او (۳۶۶.۹) درې سوه شپږ شپېته اعشاريه نهه ميليونه افغانۍ پوروړي دي.
کورنيو هوايي شرکتونو مسوولينو وويل په ذکر شوو پورونو کې ډيره برخه د فسخه شوو قراردادنو وروسته په دوی چارج شوې او يوه برخه يي د کرونا بحران پر مهال پرې راغلي، چې حکومت يي بايد د تخفيف يا معافيت همکاري وکړي.
پريکړه دا شوه، چې داخلي هوايي شرکتونه له هوايي چلند ادارې سره د مالي حسابونو د تصفيې او همدا راز د کرونا ويروس له امله د فعاليت ځنډ موده کې له حکومت څخه د اړوند ټکسونو کمښت لپاره يوه جامع وړانديز چمتو کړي.