د چارو ادارې عمومي رئیس؛ د خوښۍ ځای دی چې له داسې نظام سره مو تړاو دی چې ټول ملت پرې باور لري
د چارو ادارې عمومي رئیس؛ د خوښۍ ځای دی چې له داسې نظام سره مو تړاو دی چې ټول ملت پرې باور لري
د فرمانونو او حکمونو د تعقیب لوی ریاست د نوي رئیس معرفت غونډه د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب پخواني رئیس مولوي شمسالدین شریعتي، د غزني زون د نظامي محکمې پخواني رئیس او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب لوی ریاست نوي رئیس شیخ عبدالبر حقاني او یو شمېر نورو مسؤولینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.
۱۴۴۸هـ.ق، ربیعالاول ۲۴مه/۱۴۰۵هـ.ش، وږي ۱۶مه.
غونډې ته په وینا کې د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ د خوښۍ ځای دی چې له داسې نظام سره تړاو لرو چې د ټول ملت، ولسونو او مجاهدینو باور او اعتماد ورسره دی او د نظام د مشر بیعت او اطاعت یې پر ځان لازم او واجب ګڼلی دی.
نوموړي زیاته کړه؛ هر مسؤول چې د نظام له لوري هرې دندې او ځای ته ټاکل کېږي، باید له بشپړ اخلاص او ژمنتیا سره خپله دنده ترسره کړي؛ ځکه مسؤولین د شخصي غوښتنې یا فرمایش له مخې نه، بلکې د مسؤولیت او د نظام د حکم پر بنسټ دندې ترسره کوي. د نوموړي په وینا، د داسې اخلاص او اطاعت په صورت کې د الله تعالی توفیق هم له انسان سره مل کېږي.
د غونډې پرمهال د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د وروستي حکم پر بنسټ، شیخ عبدالبر حقاني د فرمانونو او حکمونو د تعقیب لوی ریاست د نوي رئیس په توګه د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور له لوري د یاد ریاست مسؤولینو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او له الله تعالی څخه یې هغه ته په چارو کې د لا ښه خدمت او اخلاص غوښتنه وکړه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.