د چارو ادارې عمومي رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیالان په رسمي توګه معرفي کړل
د چارو ادارې عمومي رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیالان په رسمي توګه معرفي کړل
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخالحدیث مولوي نورالحق انور د کانونو او پټرولیم وزارت د نوو مرستیالانو معرفت غونډه کې ګډون وکړ او ویې ویل: افغانان اوس له داسې نظام او رهبرۍ څخه برخمن دي چې مشر یې د دوی په خپل اختیار ټاکل کېږي، نه د بل چا د فشار او فرمایش له مخې. نوموړي زیاته کړه: هغه مسؤولین چې دې نظام کې دندو ته ګومارل کېږي، له څو کلونو راهیسې ازمویل شوي، د ولس له منځه راټوکېدلي او په هر ډول ازموینو کې بریالي راوتلي دي.
د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفرالمظفر ۱۸مه / ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري ۱۱مه
په دې غونډه کې، چې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري او د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو هم ګډون کړی و، د چارو ادارې عمومي رئیس شیخالحدیث مولوي نورالحق انور، مولوي محمود شاه زاهد د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې پخوانی مرستیال د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي مرستیال په توګه، مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ پخوانی مرستیال د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه او مولوي عبدالمتین سعید د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو پخوانی مرستیال د کانونو وزارت د جیولوجۍ سروې د مرستیال په توګه کارکوونکو ته معرفي کړل.
همداراز د چارو ادارې عمومي رئیس وویل: د رسول الله ﷺ د لارښوونې له مخې مسؤولیت او منصب د ویاړ، امتیاز او برترۍ نښه نه، بلکې یو امانت دی. نوموړي زیاته کړه، کله چې دا امانت د انسان پر اوږو کېښودل شي، باید خوشحاله نشو؛ ځکه ډېر احتمال شته چې انسان د دې امانت په ادا کولو کې پاتې راشي.
د یادونې وړ ده چې نوي مرستیالان د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د احکامو پر بنسټ ټاکل شوي او د چارو ادارې عمومي رئیس له لوري د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکو ته په رسمي توګه معرفي شول.
غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.