د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس هرات کې له تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس هرات کې له تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس، مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد، چې د یوه پلاوي په مشرۍ د هېواد لوېدیځو ولایتونو ته سفر کړی، د پنجشنبې ورځ د سرطان په ۲۵مه، په هرات ولایت کې د ماربل شیټ، پي وي سي او ګرین انرژي پلس بطرۍ د له تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه.

د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس د دغو فابریکو فعالیتونو ستاینه وکړه او د کورنیو تولیداتو د ودې او د هېواد اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې یې د هغوی رول مهم وباله.

د ماربل شیټ او پی وي سي فابریکو مسؤولینو وویل، دغه فابریکې د پنځه میلیونه ډالرو په پانګونه جوړې شوې، چې هره ورځ له ۷۰ څخه ډېر ماربل شیټونه تولیدوي او شاوخوا ۶۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

بلخوا، د ګرین انرژي پلس د بطرۍ د تولیدي فابریکې مسؤولینو وویل، دغه فابریکه د ۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونه جوړه شوې، له ۵۳۰ څخه ډېر کارکوونکي په کې په دندو بوخت دي او هره ورځ ۴ زره بطرۍ تولیدوي.