د چارو ادارې د نوې وېبپاڼې مخکتنه وشوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، مرستیالانو او رئیسانو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د رئیس عین الدین بهادري او د کمیسیون د کمیشنر حمدالله ارباب په حضور کې د چارو ادارې د نوې وېبپاڼې مخکتنه وشوه.
په پيل کې، د چارو ادارې د مطبوعاتو رئیس خوشال خلیل د نوې وېبپاڼې د ځانګړنو په اړه وویل: دغه وېبپاڼه اطلاعاتو ته د خلکو، څېړونکو، خبریالانو او دولتي او نادولتي بنسټونو مستقیم لاسرسی اسانوي.
وروسته، د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د وېبپاڼې د پرانیستې ترڅنګ، د نوې وېبپاڼې لپاره د مطبوعاتو ریاست او تخنیکي همکارانو د هڅو قدرداني وکړه.
ډاکټر فضلي وویل، چې نوې وېبپاڼه د چارو ادارې او ټولو جانبي ادارو د اسنادو او مهمو معلوماتو په وړاندې کولو سره د رڼې او ځواب ویونکې حکومتولي زمینه مساعدوي.
د چارو ادارې لوی رئیس له ټولو اړوندو ادارو وغوښتل، څو د نوې وېبپاڼې د بډاینې لپاره خپل ټول د نشر وړ اطلاعات له مطبوعاتو ریاست سره شریک کړي.
د وېبپاڼې د بېلا بېلو برخو له معرفۍ وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمیسیون رئیس پخپلو خبرو کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې نوې وېبپاڼه د ښې حکومتولۍ پر لور یو اساسي ګام وباله او ویې ویل، چې دغه وېبپاڼه نورو دولتي ادارو ته هم د ځواب ویونکې حکومتولۍ ښه بېلګه ده.
ښاغلي بهادري، د جمهوري ریاست د چارو ادارې له رهبرۍ په مننې سره وویل، چې د حکومت د یوې کلیدي ادارې په توګه یې د بډایې وېبپاڼې په لیکه کولو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي او بریښنایي حکومتولۍ په اړه خپل تعهد ثابت کړ.