د سرمایهګذارۍ د تسهیل رئیس د ګازمین انټرنیشنل او ماسټر بیګارنا انرژۍ شرکتونو له استازي سره وکتل
د سرمایهګذارۍ د تسهیل رئیس د ګازمین انټرنیشنل او ماسټر بیګارنا انرژۍ شرکتونو له استازي سره وکتل
د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایهګذارۍ د تسهیل رئیس مولوي انجنیر احمد ضیا خالد، په خپل کاري دفتر کې د ګازمین انټرنیشنل او ماسټر بیګارنا (انرژۍ سویډن آبي) شرکتونو له استازي، فیضمحمد نوري او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
۷ محرمالحرام / ۲ چنګاښ
په لیدنه کې مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو، ظرفیتونو او مناسبو شرایطو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، د یادو شرکتونو له لوري یې په هېواد کې د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وکړ او د پانګونې د ودې او اقتصادي پرمختګ په موخه یې د چارو ادارې عمومي ریاست له لوري د اړینو اسانتیاوو او هر اړخیزې همکارۍ پر برابرولو ټینګار وکړ.
له بلې خوا، د ګازمین انټرنیشنل او ماسټر بیګارنا (انرژۍ سویډن آبي) شرکتونو استازي، فیضمحمد نوري، وویل چې دغه شرکتونه د افغانستان په اقتصادي پراختیا، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د پوهې او ټکنالوژۍ په لېږد او د بنسټیزو زېربناوو په پیاوړتیا کې د ونډې اخیستنې په موخه چمتو دي چې د هوايي ډګرونو د بیا رغونې او جوړولو، د اورګاډي پټلیو، ښارګوټو جوړولو، د ګازو او ډبرو سکرو د توربینونو د نصب، د کانونو د استخراج او پروسس، فلزي صنعتونو، د خامو تېلو د تصفیې، د اوبو بندونو او اوبولګولو پروژو، د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د درملو د تولید، او د معارف او لوړو زدهکړو په برخو کې پانګونه وکړي.
د غونډې په پای کې د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایهګذارۍ د تسهیل رئیس مولوي انجنیر احمد ضیا خالد د وړاندې شویو طرحو د ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د هېواد د نافذه قوانینو او اصولو په چوکاټ کې به د پانګونې بهیر ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
یاد غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.