د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق په موخه تعقیبي غونډه ترسره شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق په موخه تعقیبي غونډه ترسره شوه

دوشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق ذوالحجې ۲۹مه/۱۴۰۵هـ.ش غبرګولي ۲۵مه.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق په موخه درېیمه تعقیبي غونډه د چارو ادارې عمومي ریاست د مطبوعاتو رئیس، مفتي احسان الله بدر، په مشرۍ او د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د مرستیال، شیخ الحدیث مولوي نورمحمد حقاني، د امارت د راپورونو د پلان، ارزونې او تحلیل رئیس مولوي محمدنعیم نصرت او د یادې ادارې د مطبوعاتو ریاست مرستیال په ګډون د مطبوعاتو رئیس په کاري دفتر کې ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې مفتي احسان الله بدر د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان د هر اړخیز تطبیق پر اهمیت خبرې وکړې او د اړوندو ادارو له استازو یې د ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو د پایلو وړاندې کولو غوښتنه وکړه. د چارو ادارې عمومي ریاست د مطبوعاتو رئیس ټینګار وکړ چې اړوندې ادارې مکلفې دي د دغه فرمان ټولې مادې او احکام په ښه ډول او بند په بند عامو خلکو ته تشریح کړي.

ورپسې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مرستیال، شیخ الحدیث مولوي نورمحمد حقاني، د فرمان په متن کې د یادو شویو ادارو ترمنځ همغږي ډېره اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ چې ټولو ادارو ته ورسپارل شوي مسؤولیتونه باید په ښه توګه ترسره شي.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د ادارو د دعوت او ارشاد برخې دې د دغه فرمان متن په خپلو درسي پروګرامونو کې شامل کړي. همداراز ټینګار وشو چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان دې ټولو خطیبانو ته ووېشل شي او په بشپړه توګه دې ورته تشریح شي؛ ترڅو د خلکو ترمنځ یې پوهاوی په سمه او هر اړخیزه بڼه خپور شي.

یاده غونډه چې قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.