د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم د تطبيق په موخه ناسته ترسره شوه

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم د تطبيق په موخه ناسته ترسره شوه

د چارو ادارې عمومي رياست د وزيرانو شوراء او عالي کمېسيونونو چارو د انسجام رياست سرپرست او د مطبوعاتو رياست مرستيال مولوي محمد اکرم نعماني په مشرۍ، کابل ښار کې د يو لوی مسجد جوړولو په اړه د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم تطبيق په موخه دويمه ناسته ترسره شوه.

شنبه، ۱۴۴۷هـ.ق، ذوالحجې شپږمه/۱۴۰۵هـ.ش، غبرګولي دویمه.
ياده ناسته د چارو ادارې عمومي رياست د غونډو په تالار کې د کور او ښار جوړولو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او کابل ښاروالۍ استازو په ګډون ترسره شوه چې په کې د يادې موضوع اړوند هر اړخيز بحث وشو.

په غونډه کې د چارو ادارې عمومي رياست د وزيرانو شوراء او عالي کمېسيونونو چارو د انسجام ریاست سرپرست او مطبوعاتو رياست مرستيال د تېرې ناستې پر پرېکړو رڼا واچوله او زياته يې کړه؛ د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ياد حکم د ښه تطبيق لپاره اړينه ده چې ټول اړخونه خپل ورسپارل شوي مسؤوليتونه په ښه ډول ترسره کړي.

په ناسته کې د ټولو اړخونو د نظرونو له اورېدو وروسته پرېکړه وشوه چې کابل ښاروالۍ به د ياد مسجد د جوړولو وروستۍ کروکي د کور او ښار جوړولو او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو ته وسپاري؛ ترڅو د کور او ښار جوړولو وزارت د مسجد جوړولو پلان ترتيب او د چارو ادارې عمومي رياست سره شريک کړي چې د منظورۍ لپاره د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی دفتر ته وړاندې شي.

یاده ناسته چې د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه، د خیر په دعاء پای ته ورسیده.