د استقلال استوګنیز ښارګوټي د ۱۴۶ اپارتمانونو د پاتې چارو بشپړولو پرانیستې مراسم ترسره شول

د استقلال استوګنیز ښارګوټي د ۱۴۶ اپارتمانونو د پاتې چارو بشپړولو پرانیستې مراسم ترسره شول

کابل ښار کې د استقلال استوګنیز ښارګوټي د ۱۴۶ اپارتمانونو د پاتې چارو پرانیستغونډه کې د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند او یو شمېرو نورو مسؤولینو ګډون او وینا وکړه.

۱۴۴۷هـ.ق، ذي القعدې ۲۴مه/ ۱۴۰۵ هـ.ش، غوایي ۲۱مه.
غونډې ته د چارو ادارې عمومي رئیس وویل؛ د خوښۍ ځای ده چې هېواد مو د څو لسیزو له ناخوالو وروسته اوس د امنيت او با کفايته نظام له امله د بیارغونې او ابادۍ پر لور روان ده. د اسلامي امارت رهبرۍ دا اړتيا درک کړې چې په هڅه او ملاتړ یې هېواد کې د ودانیزو فعالیتونو لپاره مناسبه زمینه برابره شوې ده.

د چارو ادارې عمومي رئیس د ودانیزو جوازونو او اداري پروسو د اسانتیاو په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل؛ هڅه کوي اداري چارې لا اسانه، چټکې او د اړونده ادارو ترمنځ همغږي زياته شي؛ ترڅو د هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

دغه راز نوموړي له هېوادوالو وغوښتل چې راستنېدونکو مهاجرينو سره د وس مطابق اړینې مرستې وکړي او د ودانیزو توکو د بيو د بې موجبه لوړوالي څخه ځانونه وساتي.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.