د چارو ادارې عمومي ریاست د دوو ملکیتونو افر پرانېسته ترسره شوه

د چارو ادارې عمومي ریاست د دوو ملکیتونو افر پرانېسته ترسره شوه

د چارو ادارې عمومي ریاست د وزیرانو شوراء او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام او خصوصي سکټور ته د یادې ادارې د ملکیتونو په قرارداد ورکړې کمېټې رئیس، مولوي محمد صادق عاکف په مشرۍ د دوو ملکیتونو د افر پرانیستې غونډه ترسره شوه.

چهارشنبه، ۱۴۴۷ هـ.ق ذوالقعدې ۱۹مه/۱۴۰۵ هـ.ش غوايي ۱۶مه.
یاده غونډه په غزني ولایت کې د اسلامي ثقافت مرکز اړوند د ۴۳ بابو بارکونو او د جلال‌اباد ښار شهید معلم اول ګل ورزشي لوبغالي دننه پیاده‌رو د اجارې ورکولو په موخه، د یادې کمېټې د غړو او داوطلبو شرکتونو د استازو په شتون کې د چارو ادارې عمومي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

مولوي محمد صادق عاکف د افر پرانیستې په غونډه کې د یادې پروسې د شفافیت په اړه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ او په وینا یې چې د قراردادونو افر پرانیسته به د ټولو شرکتونو د استازو په حضور کې ترسره کېږي او د هېچا حق به پکې ضایع نه شي.

نوموړي همدارنګه وویل چې د افغانستان اسلامي امارت ټولې ادارې له سمتي او نورو هر ډول تعصبونو پاکې دي او په کې د یووالي روحیه حاکمه ده او هر نظام چې دا ډول فکر ولري، بې له شکه پرمختګ کوي او خپلو موخو ته رسېږي.

د افر پرانیستې یاده غونډه د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت پیل او د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.