د چارو ادارې لوی ریاست د ودانیو ساتنې او پاملرنې رئیس د جومات جوړېدو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د چارو ادارې لوی ریاست د ودانیو ساتنې او پاملرنې رئیس د جومات جوړېدو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د چارو ادارې لوی ریاست د تعمیراتو، ساتنې او مراقبت رئیس مولوي محمد یوسف سعد له تخنیکي ټیم سره یوځای، د یادې ادارې د جامع مسجد د دویم پوړ د کانکریټ اچولو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

دوشنبه، د ذوالقعدې ۱۰مه ۱۴۴۷ هـ.ق / د غوايي ۷مه ۱۴۰۵ هـ.ش

د چارو ادارې لوی ریاست د تعمیراتو، ساتنې او مراقبت رئیس وایي چې دغه مسجد د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت، د ۶۰۰ متره مربع ځمکې په اندازه په دوو پوړونو کې د چارو ادارې لوی ریاست ساحه کې جوړېږي، چې د څه باندې ۱۳۰۰ لمونځ کوونکو وړتیا به لري.

د مسجد د پروژې مدیر عبدالبصیر متین د دغې لیدنې پر مهال وویل چې د پروژې کار شاوخوا ۶۰ سلنه مخته تللی دی. دغه پروژه تېر کال د رودات میهن ساختماني شرکت لخوا پیل شوې وه.

د یادونې وړ ده چې دا پروژه د پنځلسو میاشتو لپاره قرارداد شوې وه، چې ډېر ژر به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.