په امارتي او خصوصي روغتونونو کې د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

په امارتي او خصوصي روغتونونو کې د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مفتي محمد ادریس انوري په مشرۍ د عامې روغتیا وزارت له استازو سره په امارتي او خصوصي روغتونونو کې هېوادوالو ته د غوره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

شنبه، ۱۴۴۷هـ.ق ذوالقعدې اتمه/ ۱۴۰۵ غوایي پنځمه.
د غونډې پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو مرستیال نورمحمد حیدري ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه چې د چارو ادارې لوی ریاست مسؤولیت لري؛ ترڅو د هېوادوالو ستونزې واوري او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤولینو سره شریکې کړي.

ورپسې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست د عامې روغتیا سکټور کارپوه د عامې روغتیا وزارت له استازو سره په امارتي روغتونونو کې د یو شمېر ستونزو یادونه وکړه چې پکې د طبي وسایلو کمښت، د بیړنیو روغتیایي توکو نشتون، د متخصصو ډاکټرانو کموالی، د الکټرونیکي نسخو نه کارول او له ناروغانو سره د مناسب چلند نشتوالی شامل وو.

د عامې روغتیا وزارت استازو د یادو ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل چې تېر شل کاله د روغتیا برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی، خو د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته روغتونونو او روغتیایي چوپړتیاو کې ګڼ اصلاحات راغلي، چې اوس د ډېرو هغو ناروغیو درملنه د هېواد دننه کېږي د کوم لپاره به چې خلک بهرنیو هېوادونو ته تلل.

همدارنګه د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس وویل؛ زموږ ډېری هيوادوال له اقتصادي پلوه کمزوري دي، نشي کولای په خصوصي روغتونونو کې د خپلو ناروغانو درملنه وکړي؛ نو ځکه باید په امارتي روغتونونو کې روغتیایي خدمتونه لا ښه، د طبي وسایلو امکانات زیات او د متخصصو ډاکټرانو فعالیتونه پیاوړي شي. دغه راز یې د عامې روغتیا وزارت د استازو ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.