د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
  • دنده: د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د هيواد د ورزش د امارتي ادارې په توګه دنده او مسوليت لري، چې د اسلام د مبارک دين او افغاني دود و کلتور له لارښونو سره سم د هيواد د ورزش ټولو څانګو ته پرمختګ ورکړي. ورزشکارانو ته په کور دننه د ورزش زمينه مساعده کړي او هم په بهرنيو سياليو کې ورته د ګډون کولو فرصتونه رامنځته کړي. د ورزشکارانو اړتياوې او ضرورتونه درک کړي او هڅه وکړي، چې يادو اړتياو ته رسيدګي وشي. همدا شان ياده اداره مسوليت لري، چې په خپل ټول توان او امکاناتو سره د ورزش د ودې، پرمختګ او ټولشمولتوب لپاره کار وکړي.

د دې ادارې دنده ده، چې د عامو ورزشکارانو ترڅنګ د ماشومانو، زړو او معلولينو لپاره هم د ورزش مناسبه زمينه رامنځته کړي، ورزشکاران د جسمي روزنې ترڅنګ معنوي هم وروزي. هغوی د اسلام د مبين دين او افغاني کلتور پابندي ته وهڅوي. د ټولنې وګړي ورزش ته تشويق کړي او هم په مختلفو برخو کې د ورزشکارانو حمايت او همکاري وکړي. همدا ډول له نشه يي توکو څخه د ځوانانو راګرځول، د ولسونو ترمنځ د اړيکو پيدا کول او له نړيوالو سره د ورزشي اړيکو پياوړتيا هم د دې ادارې په دندو کې شامل دي. د هيواد د ورزش د ادارې دا مسوليت هم دی، چې د هيواد دوديزو او محلي ورزشونو ته وده ورکړي او پرې نه ږدي، چې ياد ورزشونه د نه پاملرنې له امله ومري. د ورزش اداره د غوره ورزشي استعدادونو د موندنې، د ورزشي لوبډلو د تشکيل  او د بهرنيو سياليو لپاره د هغوی د بشپړ چمتو کولو دنده هم پر غاړه لري.

  • تشکیل:

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست  پر  فني او مسلکي معاونیت سربېره ۷ اووه نور ریاستونه (مالي او اداري، د مقام دفتر، پلان او پالیسي، دعوت او ارشاد، اطلاعات او عامه پوهاوي، فني او مسلکي او  پوهنتونونو، ښوونځیو او دیني مدارسو کې د ورزش د ودې) په مرکز کې لري. د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ټولو ولایتونو کې استازولۍ لري، چې په اووه ولایتونو ( کابل، ننګرهار، کندهار، هرات، کندوز، پکتیا او بلخ) کې ریاستونه او نورو کې مستقل آمریتونه دي، ددې ادارې ټولټال تشکیل ۶۰۸ تنه دی، چې له دې جملې ۲۸۰ بسته په مرکز او ۳۲۸ بستونه په ولایتونو کې موجود دي.

د دې تر څنګ د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست تر چتر لاندې ۵۹ فدراسیونونه فعالیت کوي چې له دې جملې څخه یې ۵۱   فدراسیونونه له یادې ادارې سره راجسټر دي او پاتې نورو فدراسیونونو اسناد په جریان کې دي. د یادو فدراسیونونو له جملې ۲۸  المپیکي او نور غیر المپیکي دي.

 

 

  • د دې ادارې د ټولنې د يوې برخې وګړو لپاره وړاندې کېدونکي عامه خدمتونه:

 ۱- په مرکز او ولایتونو کې د ټولو فدراسیونونو  ورزشي کلبونو او روزنکو (مربیانو) لپاره، چې د ورزش په مختلفو برخو کې فعالیت کوي د فعالیت جوازونو ورکول:

په مرکز او ولایتونو کې د مختلفو ورزشي رشتو لومړی درجه کمپلکسونونو، سټېډیومونو،  جمنازیومونو، دلامبو وهنې حوضونو او ورزشي کلبونو حق الجواز له 500 پنځه سوه افغانیو څخه تر 10000 لس زره افغانیو پورې او حق التمدید یي له 250 دوه سوه پنځوس افغانیو څخه تر 5000 پنځه زره افغانیو پورې د یوه کال لپاره ټاکل شوي دي.

او د ورزشي روزنکو (مربیانو) حق الجواز  او حق التمدید د یو کال لپاره 500 پنځه سوه افغانۍ ټاکل شوي دي.

 چې د یادو جوازونو د اخیستلو لپاره ورته د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري                       ځانګړې فني کمېټه ټاکل شوي ده، چې له تثبیت او آزمویني وروسته ورته د راجسټر فورمې د طی مراحلو لپاره ورکول کیږي.

 ۲- د ورزش د مختلفو څانګو ټولو ورزشکارانو او د فدراسیونونو رهبري پلاوو ته د پېژندپاڼو (کارټونو) ورکول دي:

د ملي لوبډلو ورزشکارانو ته پېژندپاڼه (هویت کارت) د 70 اویا افغانیو فیس په بدل کې او د ورزشي کلبونو ورزشکارانو ته د50 پنځوس افغانیو فیس په بدل کې د اړوند فدراسیون او ولایتي ریاستونو او آمریتونو له تائیدۍ وروسته د یو کال لپاره د فورمې له ډکولو وروسته د کارکوونکو چارو آمریت له لوري ورکول کیږي.

۳-  د قرار دادونو برخه :

د دوطلبۍ له اعلان وروسته کوم شرکتونه چې ګټونکي اعلانېږي د تدارکاتو د قانون مطابق اړوند شرکتونه ثبت او د مالي او حسابي آمریت له لوري ورته وينډر (د خرڅلاو فورمه) د ډکولو په خاطر ورکول کیږي.

۴- په مرکز او ولایتونو کې د ګمارنې برخه:

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د خالي بستونو لپاره د آزمویني غوښتنلیک د افغانستان د ورزش ادارې له رسمي وېبپاڼې څخه خپریږي او په شرایطو برابر کسان کولاي شي، چې خپل ټول تحصیلي اسناد، د تابعت تذکره، شخصي معلومات، دایمي او اوسنۍ پتې، د ژبو او کمپیوټر اړوند مهارتونه په آنلاین ډول خانه پوري او د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د ازمویني کمېټې ته په خپل وخت را استوي او د شارټ لېست وروسته په یاده ازموینه کې ګډون کوي.