د کابینې دیارلسمه غونډه؛ هېواد کې د بندرونو معیاري کېدو او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو اړوند بحث وشو
د کابینې دیارلسمه غونډه؛ هېواد کې د بندرونو معیاري کېدو او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو اړوند بحث وشو
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دیارلسمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۹مه او ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مرغومي ۲۹مه نېټه ترسره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه په کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو بحث او ځینې پریکړې وشوې.
غونډه کې د هېواد د درېیو (هرات، فراه او نیمروز) ولایتونو بندرونو د معیاري کېدو، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او بیارغونې کارونو د پیلېدو اړوند د ټاکل شوي هیئت راپور د کابینې له لوري تایید شو.
دغه راز اړوندې ادارې د یو هیئت په توګه مکلفې شوې؛ ترڅو خپلو، خپلو برخو کې چارې ترسره او په جدیت سره یې تعقیب کړي.
د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.