مولوي سیفالدین تائب د کلیو، بیارغونې او پراختیا او د اوبو او انرژۍ د نویو وزیرانو معرفت غونډو کې ګډون وکړ
مولوي سیفالدین تائب د کلیو، بیارغونې او پراختیا او د اوبو او انرژۍ د نویو وزیرانو معرفت غونډو کې ګډون وکړ
د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو انسجام مرستیال مولوي سیفالدین تائب، په بېلابېلو مراسمو کې ګډون وکړ چې په کې ملا عبداللطیف منصور د کلیو، بیارغونې او پراختیا د وزیر او ملا محمد یونس اخندزاده د اوبو او انرژۍ د وزیر په توګه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمان پر اساس، معرفي شول.
چهارشنبه، رجبالمرجب ۲۴/مرغومي ۲۴مه.
یادې غونډې چې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په شتون کې ترسره شوې چې په کې مولوي سیفالدین تائب د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی له لوري د وزیرانو د مقررۍ فرمانونه ولوستل او د الله تعالی د نصرت، د امیر د اطاعت، له منع شویو چارو څخه د ځان ساتنې او اسلامي نظام ته د وفادارۍ په اړه خبرې وکړې.
نوموړي له نویو وزیرانو څخه وغوښتل چې د سالم مدیریت او قوي ژمنتیا په لرلو سره د خپلو وزارتونو چارې په غوره ډول پرمخ یوسي. هغه ټینګار وکړ چې دواړه وزیران د اسلامي نظام د اعتمادي شخصیتونو له ډلې څخه دي چې په دې برخه کې غوره کارنامې لري.
د یادونې وړ ده چې نویو وزیرانو هم د اسلامي امارت د رهبرۍ له اعتماد څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د کورنیو ظرفیتونو په کارولو سره به د اسلامي نظام د پیاوړتیا او هېواد د پرمختګ په برخه کې بنسټیز ګامونه اخلي.
یادې غونډې چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وې؛ د خیر دعاء سره پای ته ورسېدې.