د بانک له لارې د ښاروالیو د عوایدو راټولولو په اړه دوهمه غونډه ترسره شوه

د بانک له لارې د ښاروالیو د عوایدو راټولولو په اړه دوهمه غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو د انسجام مرستیال مولوي سیف‌الدین تائب په مشرۍ د هېواد د ولایتونو او ولسوالیو د ښاروالیو عوائدو راټولولو په اړه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د (۲۰۷۱) شمېرې حکم د پلي کېدو په موخه، دوهمه غونډه ترسره شوه.

سه‌شنبه، ۲۳ رجب‌المرجب / ۲۳ مرغومی.

یاده غونډه چې د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو د انسجام مرستیال په کاري دفتر کې جوړه شوې وه، پکې مولوي محمد اسحق اخندزاده د ښاروالیو د چارو سمون عمومي ریاست رئیس، مولوي صدیق‌الله خالد د افغانستان بانک لومړي مرستیال، د مالیې وزارت د خزاینو لوی رئیس، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت او پښتنې بانک او ملي بانک استازو ګډون درلود.

په پیل کې، مولوي سیف‌الدین تائب د تېرې غونډې د پرېکړو په اړه خبرې وکړې او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم د اهمیت په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه، د پښتنې بانک او ملي بانک استازو خپل وړاندیزونه د عوایدو د راټولولو څرنګوالي، په ولسوالیو کې د ښاروالیو لپاره د بانکي غرفو د جوړولو او د بانکي اسانتیاوو د برابرولو په اړه وړاندې کړل.

د غونډې په پای کې، ټول شوي وړاندیزونه ومنل شول او پرېکړه وشوه، چې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریاست سره د دواړو بانکونو د هوکړه‌ لیک له لاسلیک وروسته به یې عملي بهیر پیل شي.

غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.