د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس په هېواد کې د اهل هنودو او سیکانو له استازو سره وکتل

د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس په هېواد کې د اهل هنودو او سیکانو له استازو سره وکتل

د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس، مولوي محمد رباني ناصح، هېواد کې د اهل هنودو او سیکانو له استازو سره د لیدنې پر مهال وویل؛ د اسلامي نظام په چوکاټ کې د هېواد د ټولو اتباعو عزت، ځان، مال او حقوق خوندي دي او ټول کولای شي د اسلامي نظام تر سیوري لاندې په ازادانه ډول ژوند وکړي.

یک‌شنبه، جمادي‌الاخر ۳۰مه/ لېندۍ ۳۰مه.
دا ناسته چې د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه، د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې یاد ریاست د بېلابېلو ټولنیزو قشرونو د ستونزو د حل په موخه نږدې سل ناستې ترسره کړې دي او د امکان تر بریده ورته رسېدنه شوې ده.

ورپسې، هېواد کې د اهل هنودو او سیکانو استازو له اسلامي امارت څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د تېرو کلونو ستونزې، د هغوی د جایدادونو غصب، د وکالت خط موضوع، یوناني درملتونونه او د خپلې سراسري شورا اړوند مسایل یاد کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.

د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د ګډونوالو ستونزې، نظریات او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ چې یادې ستونزې به له اړوندو مسؤولینو سره شریکې کړي او د حل لازمې لارې چارې به یې ولټوي.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.