د کابل ښاروالۍ
د ودانیز جوازد ترلاسه کولو په موخه، د سندونو اداري پړاوونه
د ودانیز جواز د صادرولو لړۍ د شته ښاري پلانونو د څرنګوالي له مخې، ځانګړي پړاوونه لري، چې په ټوله کې په دوو اساسي برخو ویشل شوې دي. د دغو دوو برخو اداري پړاونه په لنډه توګه تشریح کېږي:
۱- پلان شوې سیمې:
پلان شوې سیمې هغه سیمې دي چې، د کابل ښاروالۍ اړوندو ادارو لخوا په ښاري پلانونو کې شاملې شوې وي او د دې ډول ملکیتونو لپاره یې ځانګړي قوانین تعریف کړي وي.
۱.۱ - د ودانیزجواز د ترلاسه کولو لپاره د غوښتنلیک څرنګوالی:
هغه غوښتونکي چې ملکیتونه یې د کابل ښاروالۍ په پلان کې تشریح شویو سیمو کې موقعیت لري، لومړی باید خپل رسمي غوښتنلیک اړونده ناحیې ته وسپاري او د ناحیې لخوا به لاندې اقدامات ترسره شي:
الف - د ۲۵۰۰ افغانیو په بدل کې غوښتونکي ته د ودانۍ د بیارغونې ژیړه فورمه ورکول کېږي.
ب - د اصلي ملکیت سیمه ییز سکیچ جوړول او د سرحدونو ټاکل.
ج- په فورمه کې د ملکیت سندونو ثبت او راجستر په اړه معلومات ورکول.
۱.۲- د ملکیتونو ریاست ته د فورمې لیږل:
په اړونده ناحیه کې د اداري پړاونو له بشپړولو وروسته، د ښاري بیارغونې فورمه د غوښتونکي په وسیله د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو ریاست ته لیږدول کیږي ترڅو دا ریاست وکولی شي په خپلو کتابونو او دفترونو کې د ثبت، خوندي ثبت او د پلور له دوام څخه ډاډ ترلاسه او په خپله برخه کې اړین اقدامات وکړي.
۱.۳- پلاني معلومات:
د غوښتونکي اړوند سندونو له ارزونې او تایید وروسته، د بیارغونې فورمه د ښاري پلانونو جوړولو او تطبیق ریاست ته راجع کیږي ترڅو د کابل ښاروالۍ د تصویب شویو پلانونو له مخې د ملکیت د پوړونو د شمېر ټاکلو لپاره مفصل معلومات وړاندې کړي.
۱.۴- د غوښتونکي لپاره د ودانیز جواز او ویزې د صادرولو د لړۍ رسمي پیل:
وروسته له هغه چې اړوند ریاستونه د سیمه ییز وضعیت، په دفترونو کې د سندونو د ثبت او ښاري پلانونو په اړه ډاډ ورکړي، د راټول شویو معلوماتو سره سم، د غوښتونکي غوښتنلیک د دې ادارې تر تخنیکي پړاونو لاندې نیول کېږي، چې دا پړاونه په لاندې ډول دي:
۱.۱.۱- د سکیچ جوړول:
د ملکیت په ابعادو او مساحت کې د انحرافاتو د مخنیوي لپاره، د پام وړ سیمې موقعیت ټاکلو او د نقشو ډیزاین او جوړولو تایید، د دې ریاست د تحلیل آمریت د انجینرۍ سروې ټیمونو لخوا د مطلوبه ملکیت معلوماتي نقشه او سکیچ چمتو کېږي.
۱.۱.۲- په بل پړاو کې د غوښتونکي د ملکیت شاوخوا د سړک د پراختیا د ډاډ ترلاسه کولو لپاره، د ښاري زیربناوو له ریاست څخه معلومات غوښتل کېږي ترڅو د پلان د نشتوالی یا تخنیکي ستونزو د نشتون په اړه ډاډ تر لاسه شي.
۱.۱.۳- د نقشې د جوړولو او د ملکیت د مالک لپاره د اړینو لارښوونو چمتو کول.
. ۱.۱.۴- د مالکینو له خوا د نقشو تر سپارلو وروسته د هغو تخنیکي معاینه.
۱.۱.۵- د بریښنا، د اوبو رسولو او ښاري فاضلاب امارتي شرکتونو، د پیښو او اور وژنې ریاست، د کابل پوهنتون (د خاورې د آزمایښت لپاره که چیرې د پوړونو شمېر له ۶ څخه ډیر وي) او سندیزې حوزې ته د استعلامونو استول.
۱.۱.۶- د اصلاح شوې نقشې ترلاسه کولو وروسته، په ۱.۱.۵ شمېره کې د ذکر شویو ادارو څخه د نظرونه او موافقو راټول. نقشې د اداري، قانوني او تخنیکي سندونو د وروستۍ بیاکتنې لپاره د جواز ورکولو ادارې د نقشو ځانګړي کمیسیون ته راجع کیږي.
۱.۱.۷- نقشه د کمیسیون د یادښتونو له اصلاح وروسته، د ټکس، اضافه ارزښت، د پوړونو شمېر او د فعالیت بدلون په موخه، د محاسبې څانګې ته لیږدول کیږي.
۱.۱.۸- په وروستي پړاو کې، د فعالیت د جواز په اړه یو مکتوب د اساسي ودانیو د کنټرول محترم ریاست او دیاد مکتوب کاپي اړونده ناحیې ته استول کېږي.
۲- غیر پلاني سیمې:
غیر پلاني سیمې هغه سیمې دي چې، په تېرو کلونو کې په خپلواکه توګه جوړې او پراختیا ورکړل شوې وي او دا سیمې په تفصيلي، پراختیایي، د ښاري طرحې په چوکاټ او په زونینګ پلانونو کې شاملې ندي.
۲.۱- د غیر پلاني سیمو لپاره د ودانیز جواز د ورکولو څرنګوالی:
غوښتونکی کولی شي د رسمي غوښتنلیک په سپارلو او د کابل ښاروالۍ د مقام د حکم له ترلاسه کولو وروسته، په رسمي ډول د ودانیز جواز د ترلاسه کولو لړۍ پیل کړي.
۲.۲- د غوښتونکي د سیمه ییز پلان (کروکي) چمتو کول.
۲.۳- د غوښتونکي د مالکیت حق د تثبیت لپاره د استملاک محترم ریاست ته د یوه مکتوب لېږل.
۲.۴- که چیرې غوښتونکی د استملاک ریاست له خوا د ځواب ترلاسه کولو وروسته د مالکیت حق تثبیت نشي، نو د غوښتونکي لپاره د جواز صادرولو اداري پړاونه به تر هغه وخته وځنډول شي تر څو چې ستونزه حل نشي.
۲.۵- که چیرې د غوښتونکي مالکیت د استملاک ریاست له خوا تثبیت شي، نو د سړک د پراختیا په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه به موضوع په رسمي ډول د ښاري پلانونو د طرحې او تطبیق او د ښاري زیربناوو ریاستونو ته ولېږدول شي.
۲.۶- د سړک د پراختیا په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته، د غوښتونکي قانوني اسناد د ښاري بیا پراختیا او تنظیم ریاست ته د نقشې د ډیزاین لپاره لیږل کیږي.
۲.۷- غوښتونکی د ښاري بیا پراختیا او تنظیم ریاست له خوا د ډیزاین له چمتو کولو وروسته، د نقشو چمتو جوړولو لپاره له دې ریاست سره راجستر شويو شرکتونو څخه یو ته مراجعه کوي.
۲.۷.۱- د ملکیتونو د مالکانو له خوا له سپارلو وروسته د نقشو تخنیکي معاینه.
۲.۷.۲- د بریښنا، د اوبو رسولو او ښاري فاضلاب امارتي شرکتونو، د پیښو او اور وژنې ریاست، د کابل پوهنتون (د خاورې د آزمایښت لپاره که چیرې د پوړونو شمېر له ۶ څخه ډیر وي) او سندیزې حوزې ته د استعلامونو استول.
۲.۷.۳- د اصلاح شوې نقشې ترلاسه کولو وروسته، په ۱.۱.۵ شمېره کې د ذکر شویو ادارو څخه د نظرونه او موافقو راټولول. نقشې د اداري، قانوني او تخنیکي سندونو د وروستۍ کتنې لپاره د جواز ورکولو ادارې د نقشو ځانګړي کمیسیون ته راجع کیږي.
۲.۷.۴ نقشه د کمیسیون د یادښتونو له اصلاح وروسته، د ټکس، اضافه ارزښت، د پوړونو شمېر او د فعالیت د بدلون په موخه، د محاسبې څانګې ته لیږدول کیږي.
۲.۷.۵- په وروستي پړاو کې، د فعالیت د جواز د صادرولو په اړه یو مکتوب د اساسي ودانیو د کنټرول ریاست او یوه کاپي یې اړونده ناحیې ته استول کیږي.
پته : د دویمي ناحیي ودانی دهن باغ:
د عوایدو ریاست اړوند
د ښاري خدمتونو د محصول (صفایي) برخه
۱- د ښاري سړکونو قیرکول، بیا رغول، جغل اچول او رڼا کول.
۲- د پلیو لارو او ویالو جوړول او پاکول.
۳- د سیوري ځایونو او پارکینګونو جوړول.
۴- د عامه پارکونو او زرغونو سیمو ښکلا او جوړول، له ترافیکي څراغونو څخه ساتنه او څارنه.
۵- د عامه مبرزونو جوړول او د هغوساتنه.
۶- د ښاري او اطرافي موټرو لپاره د پارکینګونو جوړول.
۷- د ناڅرګندو جسدونو ښخول.
۸ - له ښار څخه بهر د مایع او جامد کثافاتو لیږدول.
۹- د ګرځنده پلورونکو له شتون څخه د پلیو لارو، پارکونو او عامه سړکونو پاکول.
۱۰- په بېلابېلو ناحیو کې مړو ته د غسل ورکولو لپاره د حمامونو جوړول.
۱۱- د ښار دننه د پلونو او پلچکونو بیارغول.
۱۲- د فاتحې اخیستلود سالونونو او حضیرو جوړول او داسې نور هغه فعالیتونه دي چې، کابل ښاروالۍ یې له ښاریانو څخه د ښاري خدمتونو د محصول راټولولو په بدل کې ترسره کوي.
له پلاني، سوداګریزو او استوګنیزو ملکیتونو څخه د ښاري خدمتونو د محصول د راټولولو ډولونه:
په ناحیو کې د هر ملکیت د ښاري خدمتونو د محصول راټولولو لپاره، د ښاري پراختیا آمریت د انجینرۍ څانګې لخوا د پورته ذکر شویو ملکیتونو د قیمت ټاکلو او د راټولولو لپاره د دوی له خوا د قیمت ټاکلو فورم له جوړولو وروسته، د محصول ورکړې په موخه، د ناحیو د عوایدو آمریت ته معرفي کیږي او د عوایدو آمریت اړوند د صفایي مدیریت له خوا په IFMIS مالي سیسټم کې د ملکیتونو د قیمت فورمه تر ثبتولو وروسته، د قانون مطابق د خپلو ملکیتونو څخه محصول راټولوي.
د صنفي جواز په برخه کې:
لکه څنګه چې د صفایي برخې د ښاري خدمتونو محصول د کابل ښاروالۍ لپاره د عوایدو یوه سرچینه ده، صنفي جواز هم د کابل ښاروالۍ لپاره د عواید له سرچینو څخه شمېرل کېږي، چې د قانون په چوکاټ کې د خدمتونو په بدل کې بېلابېلو اصنافو ته ویشل کیږي.
د ښاري خدمتونو محصول د دریمې مادې د دریمې فقرې له مخې، صنفي جواز یوه چاپ شوې پاڼه ده، چې د بېلابېلو اصنافو د فعالیتونو ترسره کولو په موخه، د ښاروالۍ له خوا په قانوني توګه ویشل کیږي.
په ناحیو کې د صنفي جوازونو د ویش ډول:
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې، د کابل ښاروالۍ په چوکاټ کې اقتصادي فعالیتونه ترسره کوي باید د قانون مطابق له کابل ښاروالۍ څخه صنفي جواز ترلاسه کړي. هغه څوک چې غواړي له ناحیو څخه صنفي جواز ترلاسه کړي، لومړی دې د اړونده ناحیې ریاست ته غوښتنلیک ورکړي، د ناحیې ریاست له حکم وروسته، د جواز څانګې مدیریت سیمه له نږدې څاري. که چیرې په سیمه کې کوم پخوانی فعالیت شتون ونلري او کومه باقیداري د دوی سره ثبت شوي نه وي، د ملکیت مالک سره تر قرارداد کولو وروسته، د غوښتونکي د هویت کارت، د تذکرې کاپي او عکس د IFMIS ډیټابیس سیسټم کې له ثبتولو وروسته به د بانکي تعرفې او د جواز قیمت له صادرولو وروسته دوی ته جواز وویشل شي.
پته: د ملک اصغر څلور لاري ته څیرمه زرنګار پارک خواته د کابل ښاروالی ودانۍ
د مارکیتونو د تنظیم ریاست
د اصنافو د فعالیت جواز د ویش پړاونه، د ملکي خدمتونو ادارې له خوا د چمتو شوې فورمې پراساس ترسره کیږي. د د اصنافو د فعالیت جواز د ویشلو په پروسه کې، د اړونده ناحیې، د چاپېریالي روغتیا او د مارکیټونو د تنظیم ریاستونه مسئولیت لري او په دې پروسه کې د اصلي صنفي جواز، د تذکرې کارت کاپي او درې قطعې(3x4) عکسونه ضروري دي.
غوښتونکی باید په لومړي سرکې د اړونده ناحیې د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت ته د فورمې د ترلاسه کولو په موخه مراجعه وکړي او وروسته له هغه چې د مارکیټونو د تنظیم مدیریت د هغه هټۍ (دوکان) حالت تایید کړي، که چیرې د غوښتونکي مسلک خوراکي توکو، وچه او تازه میوه، حبوبات او سبزیجاتو پلورل، نانوایي، سلماني او یا قصابي وي، نو هغه باید د د چاپېریالي روغتیا محترم ریاست ته چې، د سرسبزۍ په څلورلارې کې موقعیت لري، مراجعه وکړي.
د چاپېریالي روغتیا ریاست د خپل روغتیایی چک لیست مطابق د غوښتونکي او د هغه د کارکوونکو روغتیا او د هغه (دوکان) څرنګوالی تصدیق کوي. که چیرې د غوښتونکي د فعالیت ځای (دوکان) د دې ریاست له معیارونه سره برابر نه وي، نو غوښتونکي ته به وخت ورکړل شي ترڅو خپل دوکان د معیارونو مطابق چمتو کړي.
د نانوایانو او قصابیو فعالیت کوونکو ته په کار ده چې، د چاپي غوښتنلیک په وسیله د کابل ښاروالۍ د مقام حکم ترلاسه کړي .
له محترم مقام څخه د امر ترلاسه کولو وروسته، غوښتونکی باید د نورو اداري پړاوونو د ترسره کولو په موخه، د اړوندې ناحیې د مارکیټونو د تنظیم مدیریت ته مراجعه وکړي.
د ناحیې د مارکیټونو د تنظیم مدیریت د ښاري پراختیا له آمریت سره په همغږۍ کې به د ملکیتونو مدیریت د غوښتونکي په غوښتنلیک کې د فعالیت څرنګوالی، داخلي او بهرنی مساحت (که چیرې فعالیت نانوایي وي) یو سکیچ جوړ کړي او د ملکیت د څرنګوالي په اړه د کابل ښاروالۍ محترم مقام ته راپور ووړاندې کړي. د کابل ښاروالۍ محترم مقام څخه د نوي امر له ترلاسه کولو وروسته، غوښتونکی باید د مارکیټونو د تنظیم ریاست ته مراجعه وکړي او د یاد ریاست اړوند د اصنافو آمریت له خوا به غوښتونکی د روغتیایی معایناتو د تصدیق او بشپړولو لپاره د چاپېریالي روغتیا محترم ریاست ته ور وپېژندل شي.
د چاېیریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست به د غوښتونکي او د هغه د کارکوونکو روغتیایي حالت او د فعالیت ځای (دوکان) د پاکوالي او د روغتیایي چک لیست له مخې تایید کړي او غوښتونکی دې د روغتیایي معایناتو له تصدیق او تایید وروسته، باید په کارته اریانا کې مارکیټونو د تنظیم ریاست اړوند د اصنافو آمریت ته مراجعه وکړي. که چیرې د غوښتونکي مسلک نانوایی یا قصابي وي، د اصنافو آمریت به د فعالیت جواز د صادرولو په موخه، د ښاروالۍ مقام ته موضوع وړاندیز کړي. د کابل ښاروالۍ د محترم مقام له حکم وروسته به غوښتونکي ته د صنفي جواز قیمت د تحویلولو تعرفه ورکړل شي او د فیس له تحویلولو وروسته به غوښتونکي ته د فعالیت جواز ورکړل شي.
هغه اصناف چې خوراکي توکي نه پلوري او په روغتیایی مسایلو کې ښکیل ندي، باید د چاپېریالي روغتیا ریاست ته مراجعه ونکړي او اړونده ناحیې ته د مراجعې او د فعالیت جوازد ویش فورمې له بشپړولو وروسته دې د مارکیټونو د تنظیم ریاست ته مراجعه وکړي.
د هغو اصنافو لیست چې، د مارکېټونو د تنظیم ریاست له خوا ورته په موقته توګه د فعالیت جواز نه ورکول کېږي:
لوی پلورنځي چې، بېلابېل توکي پکې یو ځا پلورل کیږي، د اوبو رسولو خصوصي شرکتونه، د بریښنا او ګازو د انرژۍ د تولید شرکتونه، هغه فابریکې چې د هر ډول توکو او تجهیزاتو تولید او بسته بندي کوي او له (۵۰۰) څخه زیات کارکوونکي ولري، هغه فابریکې چې د هر ډول توکو او تجهیزاتو تولید یا بسته بندي کوي او له (۵۰ څخه تر ۱۰۰) تنو پورې کارکوونکي ولري، هغه فابریکې چې د هر ډول توکو او تجهیزاتو تولید یا بسته بندي کوي او له (۵۰) څخه کم کارکوونکي ولري، هغه ورکشاپونه او تاسیسات چې، د درنو تجهیزاتو او لویو ماشینونو ترمیم، نصب او منتاژ کوي، او له (۵۰ څخه تر ۱۰۰) ډیر کارکوونکي په کار ګماري، خصوصي او هغه بانکونه چې، د حکومت ونډه پکې له (۵۰) تنو څخه کمه وي، د بانکونو څانګې، مخابراتي شرکتونه، د مخابراتي شرکتونو څانګې، تبلیغاتو شرکتونه، د فلم جوړولو شرکتونه، ودانیز شرکتونه، د موټرو تمځایونه، هر ډول فارمونه، د څارویو او چرګانو د ذبح کولو ځایونه، سه ستاره او له هغهو څخه پورته هوټلونه، د واده سالونونه، د غونډو جوړولو سالونونه، لوکس هوټلونه، هغه رستورانتونه چې، د میلمنو ځای ولري، د حقوقي خدمتونو وړاندې کولو شرکتونه او دارالوکالې، د انجینرۍ خدمتونو د وړاندې کولو دفترونه، د معاملاتو د لارښودونې دفترونه، د ودانیو او سړک جوړولو موادو پلورنځي، د غوړیو د تولید ماشینونه، چوکیداري (ساتونکي)، خصوصي وړکتونونه، خصوصي ښوونځي، د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسې، روزنیز کورسونه، کلبونه او سپورتي مرکزونه، تخنیکي تفریحي پارکونه، سپورتي کلبونه، جمنازیمونه، شخصي تلویزیونونه، راډیویي شبکې، د ثبت سټوډیوګانې، کیبلي شبکې، ورځپاڼې او مجلې، سینماګانې، هنري ګروپونه، خصوصي روغتونونه، خصوصي پولی کلینیکونه، عصري لابراتوارونه، عادي لابراتوارونه، د ګازو د زېرمه کولو مرکزونه، شیریني پزي، د لامبووهلو حوضونه، سونا حمامونه او مال ګدامونه په موقت ډول ځنډول شوي دي.
د پمپ سټیشنونو د ثبت پړاونه:
: په کابل ښار کې په ټولیزه توګه (۳۲۹) پمپ سټیشنونه شتون لري، چې (۶۸) یې دولتي او پاتې (۲۶۱) یې خصوصي پمپ سټیشنونه دي. د یادونې وړ ده چې، د تاسیس او د هغو جوړولو پړاونه د نفتي موادوپه ریاست پورې اړه لري.
پته: دهن باغ څلور لاري ته څیرمه د دوهمې ناحیې ودانۍ