د واحد چتر او اداري مراسلاتو د ساده‌سازۍ په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د واحد چتر او اداري مراسلاتو د ساده‌سازۍ په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د چارو ادارې لوی ریاست د امارت د پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالباري عاطف په مشرۍ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئيس قاري وفي‌الله وفا، د وزارتونو او امارتي ادارو د دفتر رئیسانو او د اداري پروسو ساده‌ کولو ریاست مسؤولینو په ګډون د واحد چتر (ون سټاپ شاپ) د رامنځته کولو او اداري مراسلاتو د ساده‌سازۍ په موخه ناسته ترسره شوه.

چهارشنبه، جمادی‌الاخر۱۲مه/ لېندۍ ۱۲مه.
مولوي عبدالباري عاطف یادې غونډې ته په وینا کې وویل؛ دا پروګرام د اسلامي امارت د رهبرۍ له ملاتړ څخه برخمن ده او ښه اغېز درلودلی شي. هغه ټینګار وکړ چې یاد پروګرام باید په ټولو ادارو کې په جدي او اغېزناک ډول عملي شي؛ ترڅو مراجعینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

همداراز قاري وفي‌الله وفا هم ګډونوالو ته له ښه راغلاست وروسته وویل چې دا ناسته خلکو او مراجعینو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه جوړه شوې. نوموړي زیاته کړه چې د ساده‌سازۍ ریاست له فتحې څخه تر اوسه ۹۲۸ اوږدې، پېچلې او مراجعینو پورې تړلې پروسې ساده کړي دي.

ورپسې ګډونوالو ته د ساده‌سازۍ د کړنلارو او میتودونو په اړه معلومات وړاندې شول او د کارکوونکو د معلوماتو مرکزي سیسټم (CPA_MIS) د جلا پرېزنټېشن له لارې د وزارتونو او ادارو د دفتر رئیسانو ته تشریح شو.

د ناستې په پای کې، د وزارتونو او ادارو د دفتر رئیسانو د پروسو لا چټکتیا او په هر وزارت کې د ځانګړې کمېټې جوړولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه وړاندې کړل. هغوی له یادې برنامې څخه هرکلی وکړ او د هر اړخیز پلي کېدو ډاډ یې ورکړ.

یاده ناسته چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ورسېده.