یو باب کور د کابل ښار لسمه ناحیه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
یو باب کور د کابل ښار لسمه ناحیه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د اسنادو له ارزونې وروسته، یو باب دوه منزله کور د کابل ښار لسمه ناحیه، شهيد څلورلارې، شهرنو کې د ګذر وکیل او امنیتي مسؤولینو په حضور کې د اصلي مالک شرعي وکيل ته وسپارلو.
يکشنبه، جماديالأخر ۲مه/ لېندۍ ۲مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤول مولوي لعل محمد برهاني د ياد کور سپارلو پر مهال وویل؛ یاد اپارتمان څلور کاله وړاندې د غير مسؤولو اشخاصو له لوري غصب شوی و چې اصلي مالک یې له هيواده بهر اوسيده او شرعي وکيل یې د کور د بيرته ترلاسه کولو لپاره د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست ته عارض شو، چې د اسنادو تر تائید او د ملکیت تر تثبیت وروسته د اصلي مالک شرعي وکيل ته تسلیم شو.
عبدالستار ولد عبدالجبار چې د بي بي نصرين ولد حاجي محمد افضل شرعي وکيل ده، د ياد کور د بيرته سپارلو له امله د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د مسؤولینو له هڅو مننه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د امنیتي مسؤولینو سره په همغږۍ تر دې مهاله لسګونه کورونه او اپارتمانونه د اسنادو له تثبیت او څېړنې څخه وروسته خپلو اصلي مالکینو ته سپارلي دي او دا لړۍ لا دوام لري.