د کلوله پشتې ملکیت پروژې د افر پرانیستې غونډه ترسره شوه
د کلوله پشتې ملکیت پروژې د افر پرانیستې غونډه ترسره شوه
چهارشنبه، جماديالأولی ۲۱مه/لړم ۲۱مه.
د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د املاکو قرارداد ورکولو کمېټې له خصوصي سکټور سره د کلوله پشتې ملکیت پروژه د کمېټې د غړو، افر پرانیستې هیئت او د برخه اخیستونکو شرکتونو د استازو په حضور کې پرانيستل شوه.
یاده غونډه چې د چارو ادارې لوی ریاست مرمرینې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په کې د کابینې او عالي کمیسیونونو چارو د انسجام او د یادې کمیټې رئیس مولوي محمدصادق عاکف وویل؛ زموږ موخه د خلکو خدمت، د بیت المال زیاتوالی او د عامه شتمنیو ساتنه ده؛ ترڅو بودجه په سمه توګه ولګول شي او خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د افر پرانیستې بهیر به په بشپړه توګه شفاف ترسره کېږي او له ګډون کوونکو شرکتونو یې وغوښتل چې یاده پروژه د شرطنامې مطابق په سمه توګه پلې کړي.
له بلې خوا، د ګډون کوونکو شرکتونو استازو د افر پرانیستلو د شفافو پروسو له امله د مننې ترڅنګ وویل چې د اسلامي امارت د تدارکاتي ادارو پر شفافیت بشپړ باور لري او په دې بهیر کې د هېچا حق نه ضایع کېږي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.