سرپل ولایت کې د یو سوداګریز مارکېټ جوړولو تړون لاسلیک شو

سرپل ولایت کې د یو سوداګریز مارکېټ جوړولو تړون لاسلیک شو
۱۴۴۷ هـ.ق، ربیعالاخر ۲۱مه/ ۱۴۰۴ هـ.ش، (تلې) ۲۲مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده په مشرۍ، په سرپل ولایت کې د یو سوداګریز مارکېټ جوړولو تړون لاسلیک شو.
په دې اړه غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس په دفتر کې جوړه شوې وه، چې په کې د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده، د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمدضیاء خالد او د پانګوال شرکت استازو ګډون درلود.
په پیل کې، مولوي محمد اسحق اخندزاده د هېواد په اقتصادي ودې کې د پانګونې پر ارزښت خبرې وکړې او وې ویل چې پانګوال باید د ثواب په نیت په هېواد کې پانګونه وکړي؛ ترڅو د دنیا او اخرت ګټې ترلاسه کړي.
نوموړي د یادې پروژې د پانګوال شرکت مسؤولینو ته د هر ډول اصولي همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې افغانستان اوس خپلواکي او ثبات لري؛ هغه پانګوال چې له هېواده بهر یې پانګونه کړې، کولای شي خپله پانګونه په ډاډه زړه خپل هېواد ته انتقال کړي.
ورپسې د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد د یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې په سرپل ولایت کې د څه له پاسه ۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت یو شپږ پوړیز سوداګریز مارکېټ د جوړولو تړون د «مختار ابوبکر» شرکت سره د ۲۶ کلونو لپاره (چې دوه کاله یې د ودانیزو چارو او ۲۴ کاله یې د ګټې اخیستنې موده ده) لاسلیک شو.
په پای کې، یاده غونډه د نوموړي تړون تر لاسلیک وروسته د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.