د ریاست الوزراء عالي مقام د شفاهي هدایت پلي کولو په موخه ناسته ترسره شوه

د ریاست الوزراء عالي مقام د شفاهي هدایت پلي کولو په موخه ناسته ترسره شوه

د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د امارت د پاليسۍ مرستيال مولوي عبدالباري عاطف په مشرۍ د ریاست الوزراء عالي مقام د شفاهي هدايت پلي کولو په تړاو د کورنيو چارو وزارت د غوښتنې په اړه د امنیتي تړون په هکله د خصوصي سکټور د امنیت او ساتنې په موخه ترسره شوه.

یکشنبه، ربیع‌الاخر ۱۹مه/تلې ۲۰مه.
غونډه کې چې د کورنيو چارو، ماليې، صنعت او سوداګرۍ، لوړو زده‌کړو وزارتونو، د استخباراتو لوی ریاست، د روغتونونو اتحاديې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو ګډون کړی وو؛ د امارت د پاليسۍ مرستيال د ریاست الوزراء عالي مقام د شفاهي هدايت په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د کورنيو چارو وزارت استازي د خصوصي سکټور د امنیت او ساتنې تړون د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو د موضوع په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

د امارت د پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالباري عاطف، د ګډونوالو نظریات او وړاندیزونه په پوره دقت واورېدل او پرېکړه یې وکړه چې د خصوصي سکټور د ساتونکو اړتیاوو او امنیتي تدابیرو په اړه دې د کورنيو چارو وزارت له اړوندو بنسټونو سره بحث او مشورې وکړي او شته ستونزو ته دې رسېدنه وشي.

غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء پای ته ورسېده.