د ولايتي ښاروالیو مسؤولینو ته اووه‌ ورځنی زده‌کړیيز انلاين سيمينار پيل شو

د ولايتي ښاروالیو مسؤولینو ته اووه‌ ورځنی زده‌کړیيز انلاين سيمينار پيل شو

د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالیو چارو سمون عمومي رياست د عملياتي چارو رياست له لوري د ۳۰ مرکزي او ۱۷۰ ولسوالیو ښاروالیو شاوخوا ۴۰۰ مسؤولینو ته اووه‌ ورځنی زده‌کړيیز انلاين سيمينار پيل شو، چې په کې به د یادو ښاروالیو مسؤولینو ته د عوايدو، تخنيکي او مسلکي چارو، ښاري حکومتولۍ، تدارکاتو، ښاروالۍ بودجې، تعیيناتو او نورو اړوندو برخو کې روزنه ورکړل شي.

يکشنبه، ربيع‌الاخر ۱۸مه/تلې ۱۹مه.
ياد سيمينار د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالیو چارو سمون عمومي رياست د غونډو په تالار کې د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده، د عملياتي چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي او د ښاري حکومتولۍ رئيس مولوي محمد یعقوب شرافت په حضور کې پيل شو.

په پيل کې د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل چې د کارکوونکو وړتيا لوړونه د اوسني عصر يو مهم ضرورت دی. نوموړي زياته کړه: موږ ټول بايد په خپلو اړوندو برخو کې خپلې وړتياوې لوړې کړو؛ څو د ادارې په چارو ښه تسلط ولرو او خلکو ته اغېزناک خدمتونه وړاندې کړو.

ورپسې د عملياتي چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د ياد روزنيز سيمينار په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل. د نوموړي په وينا، د ښاروالیو چارو سمون عمومي رياست د روان مالي کال په ترڅ کې د هېواد ښاروالیو لپاره درې مهم زده‌کړیيز سيمينارونه په لاره اچولي، چې له هغې جملې څخه دوه په برياليتوب سره پای ته رسيدلي او درېيم روزنيز سيمينار یې نن پيل شو.