له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
د ادارې پېژندنه:
- د ادارې نوم: له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
- د ادارې دندې او ماموریتونه: له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د افغانستان د پېښو مدیریت اصلي سازمان دی چې موخه یې د احتمالي خطرونو پر وړاندې د ټولنو او سیسټمونو د ظرفیت لوړول، د زیانمنتیا کمول، بېړنیو حالاتو ته په چټکۍ سره رسېدنه، د وقایې خبرداریو وړاندې کول او د پخوا په پرتله د زیانمنو سیمو ښه بیا رغونه ده.
- د ادارې تشکیلاتي جوړښت:
اصول، قوانین او حقوقي اسناد:
تر دا مهاله د دې ادارې اړوند قوانین د اسلامي امارت د عالي مقام له لوري نه دي توشیح شوي.
- د عامه خدمتونو لړلیک:
- د وقایوي پروژو پلي کول؛
- د زیانمنو لپاره د مرستو راجلبول او جذبول؛
- په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړو سیمو د پاکولو لپاره د خلکو غوښتنو ته ځواب وینه؛
- د پېښو خطرونو د مخنیوي خبرداریو وړاندې کول؛
- د پخوا په پرتله د زیانمنو سیمو په ښه توګه بیا رغونه؛
- په پنځو اصلي برخو لکه (سروې او پاکول، پوهاوی ورکول، د قربانیانو مرسته، د چاودېدونکو توکو د زیرمو له منځه وړلو) کې د ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو په پروګرامونو کې همکاري کول؛
- د بشردوستانه پروګرامونو او بودجو سره سم د پالیسیو او ستراتیژیو ترتیب او پراختیا؛
- د مرستندویه سرچینو د بسیج لپاره د بېړنیو حالاتو پر مهال له بشردوستانه مؤسسو سره همغږي رامنځته کول.
د هر خدمت ترسره کولو پړاوونه:
- د وقایوي پروژو پلي کېدل کوم پړاوونه ترسره کوي؟
هغه خلک چې د هغوی د ژوند یا د کار سیمې د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي، د وقایوي پروژو د پلي کېدو او د خطر د کمولو لپاره باید لاندې پړاوونه تعقیب کړي:
- له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مقام ته په مرکز کې/د ولسوالۍ یا په ولایتونو کې د ولایت د والي مقام ته د پېښو له خطر سره د مخ خلکو لخوا یا د هغوی د سیمهییز مسؤل له لارې د غوښتنلیک وړاندې کول؛
- غوښتنلیک ته د رسېدنې په موخه د اړوند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ته په مرکز کې د ادارې د محترم مقام/ په ولایت کې د والي لخوا حکم ورکول؛
- په مرکز کې د ادارې د مقام/د ولایت مقام د حکم له صادرېدو وروسته، د پروژې د پلي کېدو لپاره د تخنیکي پلاوي لخوا د تثبیت شویو سیمو سروې او ارزونه کول؛
- د (سروې، ډیزاین او لګښت د اټکل) وروسته، وقایوي پروژه په تثبیت شویو سیمو کې پلي کېږي.
- د زیانمنونکو سیمو د سروې او ارزونې او د پېښو له خطرونو سره په مخ سیمو کې د وقایوي پروژو د پلي کېدو بهیر (د دې ادارې له خوا په ابتکاري ډول):
- د زیانمنونکو سیمو د سروې پلان جوړول او مشخصو ولایتونو ته د زیانمنونکو سیمو د تثبیت او تشخیص لپاره د تخنیکي پلاوي استول؛
- د پېښو له خطرونو سره مخ او زیانمنونکو سیمو څخه د راټولو شویو معلوماتو شننه او د وقایوي پروژو د پلي کولو لپاره د لومړیتوبونو ټاکل؛
- د زیانمنونکو سیمو د راپور ترتیبول او د وروستیو تدابیرو لپاره د ادارې محترم مقام ته وړاندې کول؛
- په تثبیت شویو سیمو کې د وقایوي پروژو طرحه جوړول؛
- د تخنیکي او انجنیري ټیم لخوا د پېښو له خطرونو سره د مخ سیمو ډیزاین او د لګښت معلومول؛
- پروژه جوړونه او د پروژې د پلي کولو موخې ټاکل او د لوړ خطر سره په مخ سیمو کې د پروژې د پلي کولو لپاره د لومړیتوب ټاکنې تخنیکي کمیټې جوړول؛
- د پروژې کانسپټ نوټ او تخنیکي اسنادو چمتو کول او د بودجې د تصویب لپاره یې د مالیې وزارت ته لېږل؛
- د تدارکاتي پړاوونو بشپړولو او له ګټونکي شرکت سره د قرارداد د تړلو لپاره د تدارکاتو ریاست ته د تخنیکي اسنادو لېږل؛
- د خط اچونې لپاره د پروژې د پلي کېدو سیمې ته د تخنیکي ټیم ورپېژندل او استول او قرادادي شرکت ته د سیمې سپارل؛
- په ټاکل شویو او د پېښو د لوړو خطرونو سره په مخ سیمو کې د پروژې د کار د پیل پرانیستل؛
- د پروژې د کار له بهیر څخه د تخنیکي ټیم لخوا په درېیو پړاوونو (د پروژې د کار په پیل، منځ او پای کې) څارنه کول؛
- د پروژې له بشپړېدو وروسته، د پروژې د ساتنې لپاره پروژه خلکو ته تسلیمول او له پروژې څخه ګټه اخیستل.
- د پېښو له امله احتمالي زیانمنو ته د رسېدنې په موخه د مرستو د جلب او جذب بهیر
- په ټول هېواد کې د پېښو له زیانمنو سره د مرستې لپاره د اړتیاوو په هکله نظر پوښتنه؛
- د مرستو ترلاسه کولو په اړه د مرستندویه هېوادونو له سفیرانو، د نړیوالو موسسو او ډونرانو له استازو سره د د هغوی د قناعت لپاره د لیدنو تنظیمول؛
- د پروپوزل ترتیب او د بهرنیو چارو وزارت له لارې یې مرستندویه هېوادونو، ډونرانو او نړیوالو موسسو ته وړاندې کول؛
- د بهرنیو چارو وزارت لخوا د مرستندویه مراجعو له لوري د بلاعوضه مرستو وړاندې کولو د موافقې لیک ترلاسه کول؛
- له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې دننه د اداري اسنادو د پړاوونو بشپړول؛
- په مالیې وزارت او اړوندو برخو کې یې په اسیکودا سیستم کې د ګمرکي معافیت فورم ترتیبول؛
- د هېواد په بندرونو او هوايي ډګرونو کې د بشردوستانه مرستو ترلاسه کول؛
- د تدارکاتو آمریت لخوا د مرکزي ادارې او ولایتونو لپاره د مرسته شویو توکو د انتقال پروسه ترتیبول؛
- مرکزي ادارې او ولایتونو ته د مرستو د رسېدو ډاډ ترلاسه کول؛
- د مالي او اداري ریاست لخوا د ترلاسه شویو مرستو جمع او قید؛
- د ادارې د مشرتابه د لزومدید او د سروې د اسنادو پر بنسټ د مرستو وېش ترسره کول.
- په ماینونو او ناچاودو توکو د ککړو سیمو د پاکولو په موخه د خلکو غوښتنو ته د ځواب وینې بهیر
- د عاجلې شمېره (0708606060) او سیمهییزو مسؤلینو له لارې د خلکو لخوا د رسمي غوښتنې وړاندې کول؛
- ټاکل شوې سیمې ته د سروې او ځواب وینې ټیم استول؛
- د سروې پر بنسټ، سیستم به په اتومات ډول سیمو ته لومړیتوب ورکړي، او د لوړ لومړیتوب سیمې به د پاکولو پلان ته شاملې شي؛
- د کلي د ملک او ولسوال په تایید سره د سیمې له پاکولو وروسته خلکو ته د سیمې سپارل او معلوماتي بانک ته یې د اسنادو وړاندې کول؛
- د اغېزو ارزونې پروسه شپږ میاشتې وروسته ترسره کېږي او که بودجه موجوده وي، معلوماتي بانک ته شاملیږي؛
- په سیمو او د کډوالو په پنډغالو کې د پېښو او د خطر د کچې له مخې، د غونډو، تبلیغاتي لوحو او رسنیزو پیغامونو په واسطه، د چاودېدونکو توکو د قربانیانو د معلوماتو راټولو، د خلکو د پوهاوي لوړولو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه د پوهاوي ورکولو د ټیمونو د فعالیتونو پیل.
- د ماینونو او ناچاودو توکو د پېښو له رامنځته کېدو وروسته د رسېدنې بهیر
- لومړنۍ خبرتیا د خلکو لخوا د بېړنۍ شمېرې (0708606060) او سیمهییزو مسؤلینو له لارې د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست ته وړاندې کېږي؛
- د موسسو د بېړنۍ ځواب وینې ټیمونه د پېښې ځای ته استول کېږي؛
- د ځواب وینې بېړني ټیم لخوا د سیمې کورډیناټ اخیستل، د تلفاتو د شمېر، له جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو شتون او د ماین د خطر د سیمو په اړه څېړنه کول او راپور یې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست ته استول؛
- د استول شوي ټیم لخوا د سیمې د خلکو لپاره د ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي غونډې جوړول؛
- د تلفاتو د شمېر ثبت او په چاودېدونکو توکو د ککړو سیمو د شتون په صورت کې، سیستم ته شاملول؛
- د سره صلیب نړیوالې کمېټې او نورو مرستندویو ادارو سره له قربانیانو سره د مرستې په موخه، د تلفاتو شمېر شریکول.
- د ماینونو او ناچاوده توکو له امله معلولیت لرونکو قربانیانو او نورو زیانمنو شویو ته د رسېدنې بهیر
- د قربانیانو د مرستو مرکزونو ته د مرستو لپاره د معلول او اړمن مراجعه او یا په ککړو سیمو کې د ماین پاکۍ او د سروې د ټیم په واسطه د هغوی معرفي کول؛
- د معلول ثبت او راجسترول، د معلولیت د درجې معلومول او د دې ارزونه کول، چې مراجعه کوونکی کوم ډول درملنې یا وړتیا لوړولو ته اړتیا لري؛
- د حرفوي او فني اقتصاد په هکله زده کړې او د هغې پیاوړې کول، د قربانیانو د حقوقو په اړه د پوهاوي ورکول او د قربانیانو د مرستو خدمتونو ته لاسرسی درلودل؛
- د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د روغتیایي خدمتونو او رواني مشورو برابرول، په هغه صورت کې چې مصنوعي غړي ( مصنوعي لاس او یا پښې ) ته اړتیا ولري، دا وسایل د هغوی لپاره چمتو کول او برابرول، له مصنوعي وسایلو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، وروسته د مصنوعي غړي له نصبولو څخه د څو ورځو لپاره په مرکز کې د شخص ساتل او د هغوی د روغتیایي او رواني حالت له بشپړې ارزونې او مکمل ډاډ ترلاسه کولو وروسته له مرکز څخه د هغوی رخصتول؛
- لکه څرنګه چې د مرستو بندېدو له امله مرسته رسونکي مرکزونه په څو ولایتونو کې محدود فعالیت لري، که چېرې یو معلول له لېري لارې راغلی وي نو ممکن د لارې کرایه او نور مصرفونه به یې د موسسې لخوا ورکول کېږي.
- د بېړنیو پېښو د قربانیانو او د تېرو پېښو د قربانیانو لپاره د خدمتونو په وړاندې کولو کې کوم توپیر شتون نه لري.
- په بېړنیو حالاتو کې د پېښو له امله زیانمنو سیمو ته د ځواب وینې بهیر لاندې پړاوونه ترسره کوي:
- د پېښې د رامنځته کېدو خبر د سیمې د خلکو او یا د سیمه ییزو مسؤلینو له لارې د تیلیفوني اړیکې په واسطه د ځواب وینې په موخه ترلاسه کول؛
- د پېښې سیمې ته د لټون او ژغورنې د ټیمونو انسجام او لېږل؛
- د ټپیانو او زخمیانو د انتقال لپاره د پېښې سیمې ته د مؤظفو ټیمونو تنظیم او استول؛
- د پېښې له رامنځته کېدو وروسته چټکه او بیړنۍ ارزونه ترسره کول؛
- د پېښې له امله د رامنځته شویو زیانونو څېړنه او ارزونه ترسره کول؛
- د پېښې په ځای کې د بند پاتې شویو خلکو د ژغورنې لپاره د هوایي ترانسپورت د آسانتیا تنظیمول او سیمې ته د لومړنیو او بیړنیو مرستو لېږل؛
- له اړوندو وزارتونو او بنسټونو سره د پېښې اړوند د ارقامو او معلوماتو شریکول؛
- د پېښې په ترڅ کې ځواب وینه او په بیړني حالت کې د مرستو همغږي کول؛
- د بشري مرستو (لومړنۍ مرستو) د سرچینو چمتو کول؛
- پېښې ته د رسېدنې او ځواب وینې په موخه د داخلي سکټورونو، اړوندو بنسټونو او نړیوالو مرستندویه سازمانونو انسجام او همغږي کول؛
- د قربانیانو ثبت او راجسترول او د پېښې او ځواب وینې په اړه کره او پر وخت راپور ورکول؛
- د مرستې رسولو او ژغورنې د فعالیتونو د ترسره کېدو د څرنګوالي څخه سیمه ییزه څارنه کول؛
- له داخلي زیانمنتیا څخه د بېړنیو ټیمونو د خوندیتوب په موخه د امنیتي تدابیرو نیول؛
- د زیانمنو لپاره د نغدي مرستو د وړاندیز طرحه جوړول او د افغانستان اسلامي امارت د ذیصلاح مقاماتو د حکم له صدور سره سم د طرحې پلي کول؛
- د بیړنۍ بودجې د لګښتونو محاسبه کول.
- هغه کسان چې په متفرقه ډول د پېښو له امله زیانمن کېږي د مرستو د ترلاسه کولو لپاره باید لاندې پړاوونه تعقیب کړي:
- د زیانمن کس لخوا د عریضې ترتیبول؛
- د ادارې محترم مقام ته تسلیمول؛
- په مرکز کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام حکم ترلاسه کول/ په ولایتونو کې د ولایت مقام حکم ترلاسه کول؛
- د ادارې د لزوم دید له مخې (د زیانمن سروې کول او یا په مستقیم ډول د مرستو وېش)؛
- زیانمن ته د مرستو وېش.
- د خدمتونو فیس: شتون نه لري.
- 2. د مامورینو د سرغړونې او غفلت په صورت کې د شکایت ثبتول: د دې ادارې په انګړ کې په څو ځایونو کې د شکایت بکسونه کېښودل شوي دي، چې خلک کولای شي له دې لارې خپل شکایتونه ثبت کړي. همدارنګه، هغوی کولای شي د دې ادارې له لوی رئیس سره د اړیکې د شمېرې له لارې اړیکه ونیسي او خپله ستونزه شریکه کړي.
اړینې فورمې او اسنادونه:
- کوم ځانګړی غوښتنلیک شتون نه لري، خلک کولای شي خپله غوښتنه په هر ډول فارمټ کې وړاندې کړي.
د اړیکې معلومات او د لاسرسي کچه:
- د مرکزي ادارې پته: له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره، برج شهرآرا، د ملالۍ زېږنتون سړک، کابل، افغانستان
|
شمېره |
ولایت |
د مسوول نوم |
د اړیکې شمېره |
پته |
ایمیل |
|
1 |
مرکزي اداره |
الحاج ملا نور الدین ترابی |
0700274532 |
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره، برج شهرآرا، د ملالۍ زېږنتون سړک، کابل، افغانستان 34.532784, 69.161926
|
|
|
2 |
کابل |
مولوی نجیب الله انوری |
0772167173
|
34.545294, 69.292918 موقعیت: پکتیاکوټ د پخواني د ټاکنو کمیسیون ته څېرمه
|
najibullahanwari36@gmail.com
|
|
3 |
کاپیسا |
الحاج مولوی محمد صابر احمد
|
0773023027
|
35.026694, 69.353278
|
muhammadsaberahmad@gmail.com |
|
4 |
پنجشیر |
محب الله جاهد |
0703469796
|
35.276028, 69.479667بازارک |
mohibullahjahid@gmail.com
|
|
5 |
پروان |
مولوی عبدالعلیم افضلی |
0764115617 |
35.003250, 69.168028چاریکار ښار گذر بالاغیل د کابل شمال سړک ته څېرمه |
ahmadafzali87@gmail.com |
|
6 |
بامیان |
محمد طاهر شاکر |
0778552861 |
د میدان شا ته، دشت عیسی خان، د جماعت خانه کوڅه 34.807861, 67.820194
|
bamyan@andma.gov.af |
|
7 |
دایکندی |
مولوی حبیب الله رهنما |
0773677940 |
نیلی، سرک قوای مسلح، کوچه توحید۲ 33.748111, 66.145056
|
daikundi@andma.gov.af |
|
8 |
میدان وردگ |
مولوی فیض الله جلالی |
0765288004 |
میدان شهر، غازی کریم خان تالار ته مخامخ34.412333, 68.879361
|
fayzullahjalali@gmail.com |
|
9 |
غزنی |
مولوی حمدالله بشیر |
0798004676 |
غزنی ښار، پلان سوم 33.542384, 68.417363 |
ghazni@andma.gov.af |
|
10 |
لوگر |
قاری نورالله محمود |
0771147628 |
در ېیم سرک، د لوگر ولایت مقام 34.008639, 69.012000
|
logar@andma.gov.af |
|
11 |
پکتیا |
مولوی نثار احمد نجات |
0777676144 |
ساحه بلندمنزلها، دکابل-گردیز عمومي سړک 33.624861, 69.232500
|
nesarwardak786@gmail.com |
|
12 |
پکتیکا |
قاری عبدالهادی |
0701673011 |
د ارګون عمومي سړک، د پکتیکا ولایت مقام، د حاجی انور مارکېټ لومړي قراول ته مخامخ33.170667, 68.794500
|
paktia@andma.gov.af |
|
13 |
خوست |
مولوی دوست محمد هلال |
0776999696 |
خوست، اداری کمپلکس، سرک عمومی کابل گردیز 33.333333, 69.864028
|
khost@andma.gov.af |
|
14 |
کندهار |
قاری عبدالسلام عمری |
0700664343 |
میرویس حوزوي روغتون، د مهاجرینو ریاست ته څېرمه 31.621028, 65.678167
|
kandahar@andma.gov.af |
|
15 |
زابل |
مولوی عبدالله عابدی |
0701673009 |
قلات ښار ، نزدیک مسجد هوتک ها 32.103000, 66.891306
|
zabul@andma.gov.af
|
|
16 |
ارزگان |
قاری حضرت الله امداد الله |
0708289144 |
د ترینکوټ د مرکز بازار، د کندهار لویه لار، راسته لاس، دویم سړک د حاجی کور ته مخامخ 32.623889, 65.875528
|
urozgan@andma.gov.af
|
|
17 |
هلمند |
مولوی جمعه خان مستقیم |
0707763576 |
بست روغتون، د ولایت مقام ته څېرمه 31.580167, 64.358222
|
helmand@andma.gov.af |
|
18 |
هرات |
مولوی محمد موسی اشعری |
0788015336 |
هرات – کندهار لویه لار، باغ ملت ته نږدې 34.374972, 62.200306
|
herat@andma.gov.af |
|
19 |
غور |
ملا عبدالوکیل |
0780706092 |
فیروزکوه ښار، د استخباراتو ریاست ته مخامخ 34.526556, 65.263722
|
ghor@andma.gov.af |
|
20 |
بادغیس |
مولوی باری داد صابر |
0795402669 |
قلعه نو، لومړۍ ناحیه، جاده مسجد جامع محل عیدگاه 34.983583, 63.121750
|
badghis@andma.gov.af |
|
21 |
نمیروز |
مولوی محمد قاسم محمد |
0728305342 |
زرنج ښار، زیباشهر، کوچه غرب قوماندانی امنیه نیمروز 30.966917, 61.857389
|
m.m.qasem71@gmail.com |
|
22 |
فراه |
مولوی محمد اسماعیل سیار |
0705500963 |
فراه ښار، ناحیه اول، 2 نمبر کوڅه 30 نمبر کور 32.373778, 62.127528
|
m.israelsayar@gmail.com |
|
23 |
بلخ |
مولوی بشیر احمد بشرانی |
0783641572 |
مزارشریف ښار، ناحیه 5 ریاست تربیت بدنی ته څېرمه
|
balkh@andma.gov.af
|
|
24 |
جوزجان |
مولوی سراج الدین سراجی |
0787914324 |
شبرغان ښار، مقابل د ریاست معدن 36.668333, 65.761722
|
jawzjan@andma.gov.af |
|
25 |
فاریاب |
مولوی اسدالله وقاص |
0780641764 |
میمنه ښار، د فاریاب ولایت مرکز د فاریاب دولتي پوهنتون ته نا رسېده35.911472, 64.789306
|
faryab@andma.gov.af |
|
26 |
سرپل |
حافظ سید صفت الله صفوان |
0731338585 |
د سرپل مرکز، کنگره باغ کلی، مهمان خانه حزب جنبش 36.219722, 65.936139
|
saripul@andma.gov.af |
|
27 |
سمنگان |
مولوی احسان الله احسان |
0787062233 |
د کابل مزار شریف لویه لار، ریاض هوټل ته نږدې 36.271083, 68.034833
|
samangan@andma.gov.af |
|
28 |
کندز |
مولوی شفیق الله جواد |
0779068276 |
د مستوفیت کوڅې په پای کې غلام رسول شهید ښوونځي ته نږدې 36.698694, 68.888556
|
kunduz@andma.gov.af |
|
29 |
بغلان |
مولوی هدایت الله همدرد |
0777202232 |
د ملکي روغتون شا ته، د ملي امنیت ریاست ته نږدې 35.938167, 68.714639
|
hidayatullahhamdard33@gmail.com |
|
30 |
تخار |
ملا احمد سیر ساجد |
0700746002 |
تخار ولایت، مارشال فهیم څلور لارې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست 36.727889, 69.549917
|
takhar@andma.gov.af |
|
31 |
بدخشان |
مولوی محمد اکرم اکبری |
0773250480 |
فیض آباد، د قصر کوکچه سړک 37.109583, 70.559417
|
mohamad.akramakbari2025@gmail.com |
|
32 |
ننگرهار |
قاری داد محمد حسینی |
0780689268 |
څلورمه ناحیه، جلال آباد ښار، روښان میته، مجبورآباد عمومي سړک 34.415222, 70.472250
|
nangarhar@andma.gov.af |
|
33 |
کنر |
مولوی محمد مبین مفتون عمر |
0703282454 |
اسعدآباد، دویمه ناحیه گذر ۱ 34.879369, 71.159319 |
mobinmaftoonomer@gmail.com |
|
34 |
لغمان |
قاری خیر محمد غازی |
070766751 |
د لغمان ولایت مرکز، مهترلام، سلطان غازی بابا ښارګوټی 34.697889, 70.206639
|
jananqareyghazi@gmail.com |
|
35 |
نورستان |
مولوی سیف الله خالد |
0765358623 |
د پارون ښار، د احکام او فرامين رياست ته مخامخ |
noristan@andma.gov.af |
- رسمي او د نوکریوالي د اړیکې شمېره: 0202104559/
- رسمي ایمیل او ویب پاڼه: info@andma.gov.af / gov.af
- کاري ساعتونه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نورم سره سم (د سهار له 8:30 بجې څخه د مازدیګر تر 3:30 بجې او د ډوډۍ او لمانځه لپاره د یو ساعت وقفې په درلوده سره)
آنلاین لینکونه او پورتالونه:
تر اوسه کوم لینک یا پورتال نه دې جوړ شوی.
مهمې خبرتیاوې او خبرونه:
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اعلامیه:
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره، د پېښو مدیریت، همغږي رامنځته کولو او هېوادوالو ته د بېړنیو بشري خدمتونو وړاندې کولو په موخه د بشري مرستو چمتو کولو په برخه کې د مسؤلې ادارې په توګه اعلانوي، چې دا اداره له امارتي، غیر امارتي ادارو او همدارنګه له ملي او نړیوالو موسسو سره د همکارۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري.
دا اداره هڅه کوي چې د اغېزمنې همغږۍ او پر وخت اقدام له لارې، د هېواد په کچه د پېښو له امله زیانمنو شویو کسانو ته په لنډ وخت کې تر ټولو غوره ممکن خدمتونه وړاندې کړي.
له همدې امله، له ټولو درنو هېوادوالو څخه غوښتنه کېږي چې که د دې ادارې د مسئولینو یا کارکوونکو له خوا هر ډول سرغړونه یا ناسمه کړنه وویني، موضوع دې د ادارې له محترم مقام سره د هغه د اړیکې شخصي شمېرې له لارې شریکې کړي، تر څو څېړنه او لازم اقدام ترسره شي.
د اړیکې شمېرې: د ادارې د لوی رئیس د اړیکې شمېره: 0700274532؛ د ادارې د ویاند د اړیکې شمېره:0702464780
د روڼتیا او شکایتونو برخه:
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ټولو درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي، چې شکایتونو ته اغېزمنې رسېدنې او د کارکوونکو د کړنو د شفافې څارنې په موخه، د دې ادارې د انګړ په څو برخو کې د شکایتونو د راټولولو بکسونه نصب شوي دي.
ګران هېوادوال کولای شي، چې د هر ډول سرغړونې، ناسمه کړنې یا هر ډول شکایت په صورت کې دې خپله موضوع په لیکلې بڼه په یو له یادو بکسونو کې واچوي او ثبت دې کړي.
همدارنګه، په مستقیم ډول د شکایت وړاندې کولو یا د ستونزې د حل لپاره، کولای شئ د لاندې شمېرې له لارې د ادارې له مسئولینو سره اړیکه ونیسئ:
- د ادارې لوی رئیس: 0700274532
- د ادارې ویاند: 0702464780
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه کوي چې ترلاسه شوي شکایتونه به په کره توګه وڅېړي او د هېوادوالو د ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات په لنډ وخت کې ترسره کړي.