یو باب کور د کابل ښار څلورمه ناحیه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

یو باب کور د کابل ښار څلورمه ناحیه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د اسنادو تر ارزونې وروسته، یو باب کور د کابل ښار څلورمې ناحیې اړوند لبجر سیمه کې، د ګذر وکیل او امنیتي مسؤولینو په حضور کې خپل اصلي مالک ته تسلیم کړ.
شنبه، ربیع الاول ۲۸مه/ وږي ۳۰مه.
مولوي لعل محمد برهاني، د دې ریاست یو تن مسؤول وویل؛ له څلورو کلونو راهیسې یاد کور کې یو تن مجاهد اوسېدلو؛ ترڅو ورته څوک تاوان ونه رسوي. اصلي مالک یې چې خارج کې و، هېواد ته راستون شو، د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د اسنادو تر څېړنې او د ملکیت تر تثبیت وروسته، د امنیتي مسؤولینو او د سیمې د وکیل په مرسته یاد کور اصلي مالک ته وسپارلو.
حاجي احمد فرید د عبدالبشیر زوی د کابل ښار اصلي اوسېدونکی او د بي بي حاجي فریبا ورور چې د یاد کور اصلي مالکه ده، د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست څخه د مننې او خوښۍ ترڅنګ زیاته کړه؛ زما کور د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري ساتل کېدو؛ چې د یاد ریاست او امنیتي مسؤولینو په مرسته بېرته راته وسپارل شو.
د یادونې وړ ده چې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د امنیتي مسؤولینو سره په همغږۍ تر دې مهاله لسګونه کورونه او اپارتمانونه د اسنادو له تثبیت او څېړنې وروسته خپلو اصلي مالکینو ته سپارلي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.