د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۲۰ شمېرې فرمان د تطبیق په موخه تعقیبي غونډه ترسره شوه

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۲۰ شمېرې فرمان د تطبیق په موخه تعقیبي غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د کابینې او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام رئیس مولوي محمدصادق عاکف په مشرۍ د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۲۰ شمېرې فرمان د تطبیق په موخه چې د ښارونو د پلانونو اړوند معلومات دې له عامو خلکو سره د ټولنیزو، چاپي رسنیو، جوماتونو امامانو او د ګذر وکیلانو له لارې شریک شي، غونډه ترسره شوه.

دوشنبه، ربیع الاول اتمه/ وږي ۱۰مه.
یاده غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست د ملي اقتصاد او زېربناوو رئیس مفتي شمس الرحمن، د دې ادارې د حقوقي، تقنیني، قضایي، پالیسي او ستراتیژۍ ریاستونو مرستیالانو او همداراز د کور او ښار جوړولو وزارت، کابل ښاروالۍ او د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست استازو ګډون کړی وو.

د غونډې پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست د کابینې او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام رئیس د فرمان پر ارزښت او د هغه پر دقیق او پر وخت تطبیق خبرې وکړې.

غونډه کې د تېرې غونډې د موضوعاتو پر تعقیب سربېره، د خلکو لپاره د ښارونو ماسټرپلانونو پر تشرېح هم بحث او نظرونه تبادله شول او پرېکړه وشوه چې موجوده تفصیلي پلانونه دې د جوماتونو، منبرونو، تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو له لارې خلکو ته تشریح شي.

همداراز، د کابل ښاروالۍ او د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست استازي مؤظف شول؛ ترڅو خپل فعالیتونه د ښارونو د پلان جوړونې په برخه کې د فتح نه مخکې پلان شوې سیمې او د تېرو څلورو کلونو پلانونه بېل بېل ترتیب کړي او راتلونکې غونډې ته یې وړاندې کړي.

غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خير دعاء سره پای ته ورسېده.