د پالیسۍ او ستراتېژۍ رئیس د فارمسي ابن سینا امارتي شرکت مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

د پالیسۍ او ستراتېژۍ رئیس د فارمسي ابن سینا امارتي شرکت مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه
یاده غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د پالیسۍ او ستراتېژۍ ریاست رئیس مفتي عبدالواحد عثماني په مشرۍ، د فارمسي ابن سینا امارتي شرکت مالي رئیس مولوي محمد ایوب او یو شمېر نورو مسؤولینو په ګډون ترسره شوه.
یکشنبه، صفرالمظفر ۳۰مه/ وږي دویمه.
پیل کې د فارمسي ابن سینا امارتي شرکت مالي رئیس وویل؛ یاد شرکت له کلونو راهیسې فلج و، د اسلامي امارت په راتلو سره یې د پخوا په پرتله ډېر پرمختګ کړی.
نوموړي زیاته کړه چې یاد شرکت د تولید، تورید او توزیع په برخه کې فعالیت کوي، چې اوس مهال ګڼې ستونزې لکه د پولي صلاحیت نشتون، د مسلکي کسانو کموالی، د خامو موادو وارېدول، د تدارکاتي مشخص پلان نشتون، له سکټوري وزارتونو سره نه همغږي د دې لامل ګرځېدلي؛ چې موږ نشو کولای له نورو خصوصي شرکتونو سره د سیالۍ ډګر ته لاړ شو.
د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتېژۍ رئیس د یاد شرکت د مسؤولینو ستونزې او غوښتنې واورېدې او د حل په موخه یې تخنیکي پلاوي ته دنده وسپارله؛ ترڅو منلی شوی انکشافي درې کلن پلان جوړ کړي چې ټول اړخونه پکې شامل وي.
یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.