یو باب اپارتمان د کابل ښار څلورم مکروریان ساحه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

یو باب اپارتمان د کابل ښار څلورم مکروریان ساحه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د اسنادو له ارزونې وروسته، یو باب اپارتمان د کابل ښار نهمې ناحیې اړوند، څلورم مکروریان ۱۸ بلاک کې د ګذر وکیل او امنیتي مسؤولینو په حضور کې د اصلي مالک استازي ته وسپاره.

یکشنبه، صفرالمظفر، ۲۳مه/ زمري، ۲۶مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤول مولوي لعل محمد برهاني د یاد اپارتمان د سپارلو پر مهال وویل؛ له هر اړخیزې څېړنې وروسته معلومه شوه، چې د یاد اپارتمان مالک هېواد کې شتون نه لري، په همدې موخه نوموړی اپارتمان د دوی لخوا د شته مالونو د ساتنې او خوندیتوب په موخه مهرلاک شوی و، چې د اسنادو تر تائید او د ملکیت تر تثبیت وروسته د اصلي مالک استازي ته تسلیم شو.

عبدالاحد صمد د عبدالصمد زوی د اصلي مالک پوهاند عبدالعزیز د علي احمد زوی په استازیتوب د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست له مسؤولینو د مننې ترڅنګ وویل؛ خوښ یوو چې یاد اپارتمان د دې ریاست مسؤولینو د اسنادو او ملکیت تر تثبیت او هر اړخیزې څېړنې وروسته بیرته موږ ته تسلیم کړ.

د یادونې وړ ده چې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د امنیتي مسؤولینو سره په همغږۍ تر دې مهاله لسګونه کورونه او اپارتمانونه د اسنادو له تثبیت او څېړنې څخه وروسته خپلو اصلي مالکانو ته سپارلي دي او دا لړۍ لا دوام لري.