د اسلامي امارت د کابینې څلورمه غونډه کندهار کې ترسره شوه

د اسلامي امارت د کابینې څلورمه غونډه کندهار کې ترسره شوه
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د کابینې څلورمه غونډه د ۱۴۴۷هـ.ق کال صفر المظفر میاشتې په ۱۸مه نېټه کندهار کې د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د اسلامي امارت د کابینې غړو ته د خپلو مسؤولیتونو د ښه ترسره کولو، د شرعي نظام د ښه تطبیق، د خلکو د ستونزو د حل او اخلاص سره د خدمت کولو په اړه مهمې توصیې او لازم هدایات وکړل.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی وویل؛ د اسلامي نظام استحکام د دین په زده کړه سره راځي، کوښښ وکړئ خلکو ته دیني پوهاوی ورکړئ، د فکري سمون لپاره یې کار وکړئ، له بد اخلاقۍ څخه یې را وګرځوئ او د ناسمو افکارو او نظریو له تأثیره یې وساتئ، مذهب او عقیده ور وښایاست او په ټولو چارو کې د ﷲ تعالی په دین او مقدس شریعت منګولې ټینګې کړئ، همدا د هرڅه لپاره اصل وګرځوئ، دا زموږ شرعي مسؤولیت او د افغانستان د مسلمانانو غوښتنه ده.
تر وینا وروسته، د یو شمېر موضوعاتو په اړه بحث، د نظرونو تبادله او لاندې پریکړې وشوې:
۱ـ کابل ښاروالۍ ته مسؤولیت وسپارل شو چې په کابل ښار کې د اړتیا وړ ځایونو کې جوماتونه جوړ او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته یې تسلیم کړي.
۲ـ د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو پر وضعیت، د هغوی د دوسیو څرنګوالی، د بند مودې، همدا ډول د محاکمو لخوا د هغوی په مورد په پرېکړو هر اړخیز بحث وشو.
۳ـ جوماتونو، مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو ته د لا ښې پاملرنې په اړه په مختلفو برخو کې د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، لوړو زده کړو او د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارتونو په مشرۍ هیئت ته دنده وسپارل شوه چې په ټولو برخو کې ارزونې وکړي، همدا ډول د کلیوالي مدرسو او جوماتونو کې د درسي سیسټمونو احیاء او تقویې په اړه هم بحث او خبرې وشوې او اړوندو ارګانونو ته د امکاناتو تر حده د پاملرنې توصیه وشوه.
همدا ډول عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د بېلابېلو فکري اختلافاتو پر مخنیوي، د اتفاق او اتحاد په لا تقویت باندې ټینګار وکړ او په دې اړوند مسؤولینو ته لازم هدایات او لارښوونې وشوې.
ورسره په یو لړ نورو اړینو او مهمو مسائلو هم بحث او په ټوله کې د نظام د لا پياوړتیا لپاره په لارو چارو باندې غور وشو.
د کابینې دغه دوه ورځنۍ غونډه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا خلکو او نظام ته د خیر په دعاء پای ته ورسېده.