یو باب اپارتمان د خوشحال خان په سیمه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

یو باب اپارتمان د خوشحال خان په سیمه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د اسنادو له ارزونې وروسته، یو باب اپارتمان د کابل ښار په پنځمه ناحیه، خوشحال خان سیمه کې د ګذر وکیل او امنیتي مسؤولینو په حضور د اصلي مالک استازي ته وسپاره.

دوشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق، صفرالمظفر ۱۷مه/۱۴۰۴هـ.ش، زمري ۲۰مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤول مولوي لعل محمد برهاني د یاد اپارتمان د سپارلو پر مهال وویل؛ دا اپارتمان د دوی لخوا د شته مالونو د ساتنې او خوندیتوب په موخه مهرلاک شوی و، چې د اسنادو تر تائید او د ملکیت تر تثبیت وروسته د اصلي مالک استازي ته تسلیم شو.

عبدالمنیر د اصلي مالک میرداد نجرابي د عبدالنبي زوی په استازیتوب د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست له مسؤولینو د مننې ترڅنګ وویل؛ خوښ یوو چې یاد اپارتمان د دې ریاست مسؤولینو له لوري د اسنادو او ملکیت تر تثبیت او هر اړخیزې څېړنې وروسته بېرته موږ ته تسلیم کړو.

د یادونې وړ ده چې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د امنیتي مسؤولینو سره په همغږۍ تر دې مهاله له ۲۰۰ څخه زیات کورونه او اپارتمانونه د اسنادو له تثبیت او څېړنې څخه وروسته خپلو اصلي مالکانو ته سپارلي دي او دا لړۍ لا دوام لري.