د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د تحقق په موخه غونډه ترسره شوه

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د تحقق په موخه غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی ریاست د پروژو د انسجام ریاست، د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۶۹۶/۵۲۴۸) شمېرې حکم د تطبیق په موخه، چې د ۷۲۸ نیمه کاره پروژو د برخلیک په اړه دی، غونډه ترسره کړه.

یاده غونډه د مولوي عمار زمرک یاسر په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د کور او ښار جوړولو او مالیې وزارتونو، د فرمانونو د څارنې او تعقیب لوی ریاست او د چارو ادارې لوی ریاست د ملي اقتصاد او زېربناوو ریاست استازو ګډون درلود.

د چارو ادارې لوی ریاست د پروژو د انسجام رئیس مولوي عمار زمرک یاسر وویل چې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۶۹۶/۵۲۴۸) شمېرې حکم پر بنسټ، د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده سپارل شوې چې دا پروسه په ښه ډول مدیریت کړي او د دې غونډې موخه هم د یاد حکم تحقق دی.

بلخوا د اړوندو ادارو ګډونوالو خپل نظریات او لیدلوري په تفصیل سره بیان کړل او پرېکړه وشوه چې د کور او ښار جوړولو وزارت، مالیې وزارت او فرمانونو د تعقیب لوی ریاست سره په همغږۍ د شته ظرفیت او منابعو مطابق، تطبیقي عملیاتي پلان ترتیب کړي او وروسته له تائید او منظورۍ دې یاد پلان د څلورو میاشتو موده کې تطبیق شي او راپور دې د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام ته وړاندې شي.

یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.