د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د درمل راوړونکو شرکتونو استازو سره ولیدل

د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د درمل راوړونکو شرکتونو استازو سره ولیدل
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم تطبیق په موخه، د درملو او طبي تجهیزاتو راوړونکو شرکتونو استازو سره ولیدل.
چهارشنبه، محرم الحرام ۲۷مه/زمري لومړۍ ۱۴۰۴هـ.ش
په دې غونډه کې د عامې روغتیا، مالیې، کورنیو چارو وزارتونو، د استخباراتو عمومي ریاست او د ملي ستندرد ادارې استازو هم ګډون کړی و. د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو مرستیال نور محمد حیدري د یادې موضوع په اړه معلومات وړاندې کړل.
د درمل او طبي تجهیزاتو د شرکتونو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ګډونوالو سره شریک کړل. وروسته د عامې روغتیا او مالیې وزارتونو استازو د درملو د وارداتو اړوند ستونزو، محدودیتونو او اسانتیاوو په اړه خپل نظریات وړاندې کړل.
چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح، ، د غونډې د ګډونوالو ستونزې، نظریات او وړاندیزونه واورېدل او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت هڅه کوي د درملو وارداتو ته یوه بنسټیزه حللاره پیدا کړي. همدارنګه یې ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت اړوند مسؤولین به شته ستونزو او ننګونو ته رسېدنه وکړي.
غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل او د خیر په دعا پای ته ورسېده.